واشنګټن – قطري چارواکي په "احتیاط سره خوشبینه" دي چې اسرایل او حماس کېدای شي د غزې په جګړه کې یو نوي اوربند ته ورسېږي او د حماس لخوا نور برمته شوي کسان هم خوشې کړای شي.
دغه خبره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نهې یا سې شنبې په ورځ کړې ده.
ماجد الانصاري دغه ارزونه د دوحې له خبرو وروسته کړې.
د دوحې په خبرو کې د اسرایلو د استخباراتو مشر ډېوېډ برنیا هم ګډون درلود.
خو انصاري وویل، دا لا "ډېر وختي دی چې کومه بریا اعلان کړي."
په دغو خبرو کې د شپږو اونیو په اوربند غور کېده. دا به د پنځو میاشتو راهیسې په روانه جګړه کې دوهم ځل اوربند وي.
لومړی ځل د یوې اونۍ اوربند په نومبر میاشت کې شوی و.
په جګړه کې له دغې ارامتیا سره به له حماس سره د پاتې سلو اسرایلیانو له ډلې څخه ۴۰ نور هم خوشي شي.
دغه ډول په لسګونو هغه فلسطینیان به هم خوشې شي کوم چې له اسرایلو سره بندیان دي.
له دغه اوربند سره به اسرایل غزې ته نور خواړه او بشري مرستې هم پرېږدي.
د حماس یو چارواکي ویلي، دغه وړاندې شوی تړون له ټولو اسرایلي ځواکونو څخه غواړي چې له "ټولو ښارونو او ګڼ مېشتو سیمو" څخه ووځي خو نور تفصیل لا نه دی روښانه.
چارواکو ویلي، چې مذاکرات ښايي ورځې او یا څو اونۍ وخت ونیسي.
دغه مذاکرات لا له مخکې څخه د اونیو لپاره غځېدلي وو بې له دې چې د مسلې کوم حل راوباسي.
په ورته وخت کې د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو په دې وروستیو ورځو کې ژمنه کړې چې له مصر سره پولې ته څېرمه په رفع ښار باندې دې له پلان شویو بریدونو سره پر مخ ولاړ شي چې د حماس نور جنګیالي هم له منځه ولاړ شي.
په ورته وخت کې د اسرایلو مشر د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ په غوښتنه په دې موافقه کړې چې د راتلونکې اونۍ په سر کې دې واشنګټن ته یو پلاوی واستوي چې په دې خبره باندې بحث وکړي چې څنګه به اسرایل وکولای شي چې په رفع باندې له برید پرته خپلو پوځي موخو ته ورسېږي.
او په دغه سیمه کې تر یو میلیون زیاتو راټول شوي فلسطینیان وژغورل شي.
په غزه کې وروسته له هاغې جګړه پیل شوه چې حماس په اسرایلو باندې د اکټوبر په اوومه نېټه برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په غزه کې د اسرایلو په روانو عملیاتو کې تر اوسه د وژل شویو فلسطینیانو شمېر نېږدې ۳۲۰۰۰ ته رسېدلی.
په دې کې له دریو څخه دوه برخې یې ښځې او ماشومان دي.
د اسرایلو پوځ وايي، دوی د حماس په زرګونو جنګیالي وژلي دي.
Forum