لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د کویلې په کان کې چاودنه، دوه کان کيندونکي مړه، اته نور بند پاتې شوي


د چارواکو په وینا د سه شنبې په ورځ د پاکستان د بلوچستان صوبې په هرنايي سيمه کې د ډبروسکرو کان د نړېدو پېښه کې لس کان کيندونکي مزدوران بند پاته شوي چې دهغوي له جملې څخه د دوؤ مړي راویستل شوي اؤ د نورو د راویستلو لپاره هڅې روانې دي.

د قدرتي افتونو په مهال د بلوچستان د مرستو د دولتي ادارې پي ډي ايم اې ډايريکټر جنرل جهانزيب خان وايي، د صوبې د اعلا وزير ميرسرفرازخان بګټي په امر یې سيمې ته د ريسکيو دوه ټيمونه لېږلي، چې په کان کې بند کان کيندونکي خوندي راوباسي.

جهانزيب خان رسنیو ته په لېږل شوي بیان کې ویلي، پېښه د صوبې مرکز کوټې څخه د ۱۲۰کيلوميتره په واټڼ کې پرته د هرنايي په زردالو سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه ویلي د تري تم مزدورانو د موندلو لپاره هڅې دوام لري، خو تراوسه ژغورونکي نه دي بريالي شوي، چې ورک کان کيندونکي ژوندي له کانه راوباسي.

د هغه په وینا “پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په کان کې کاربن مونو اکسایډ کېس د جمع کیدو له کبله د چاودنې په نتيجه کې کان پرېوتی او لس کان کيندونکي پکې پند پاتي شول"

نوموړي ویلي اته کان کيندونکي د بند شوو کسانو د ژغورلو لپاره کان ته ور کښته شوي، خو په کان کې د ګېس جمع کېدو له امله هغوي هم بند پاتي شوي.

وروسه د مانیز انسپکټر رشید ابړو پخپل یو بیان کې وویل چې په بند پاتې شوؤ مزدورانو پسې نور کوم اته کسان د ګیس له امله په کان کې بې هوشه شوي وؤ هغوي له کانه راویستل شوي اؤ حالت یې له خطرې بهر دی.

هغه ویلي د دوؤ کان کیدونکو مزدورانو مړي هم راویستل شوي چې پېژندګلو یې د پښین د عبدالغفور اؤ د زردالو د صوبر په نومونو سره شوې ده.

رشید ابړو ویلي چې نور اته مزدوران د کان دننه په زر فوټه ژوره کې ګیر دي اؤ د راویستلو لپاره یې هڅې روانې دي

د صوبایي حکومت په وینا، د ريسکيو ټيمونو ترڅنګ زردالو سيمې ته امدادي توکي هم لېږل شوي دي.

د بلوچستان د وزیر اعلا ویاند محمد رضوان ډیوہ ته وویل، د سيمي د ملېشه ځواکونو او مرستيال کميشنر سره هم دوی په تماس کې دي، او لومړۍ ترجيح يې د بند پاتي شوؤ‌ کسانو ژوند ژغورل دی.

په بلوچستان کې د هرنايي ترڅنګ په څماولنګ، مارواړ او دکۍ سيمو کې زرګونه د ډبرو سکرو کانونه دي، د مزدورانو لپارہ د کارکونکو تنظیمونو وینا ده چې په دې کانونو کې شاوخوا اويا زره مزدوران کار کوي.

په کان کيندونکو کې زيات شمېر د خيبرپښتونخوا د شانګلې او افغانستان دي.

د پاکستان د بشري حقونو د کميشن په يوہ رپوټ کې د کان کيندونکو د مرګونو په پېښو اندېښنه څرګنده شوې او ويل شوي چې هرکال له سلو بيا تر دوه سوؤ پوري خواري کښ په کانونو کې د کان پرېوتو، چاودنو او ګيس جمع کېدو په پېښو کې ژوند له لاسه ورکوي.

وایي د دې پېښو له نورو لاملونو ترڅنګ يو د اسانتياو نشتوالی هم دی خو حکومت او اړونده ادارو په دې اړه عملي ګامونه نه دي اخستي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG