لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسن اقبال: د پاکستان او افغانستان اړیکې باید د تربګنۍ لوري ته لاړې نه شي


د پاکستان د پلان جوړونې مرکزي وزیر احسن اقبال ویلي دا خبره به باوري کول وي چې د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې باید د تاوتریخوالي یا تربګنۍ په لوري لاړې نه شي.

ښاغلي احسن اقبال د نهې - سه شنبې په ماښام د پاکستان د ډاڼ ټيلي ویژن په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ویلي "زمونږ دوښمن خو دا غواړي چې پاکستان اؤ افغانستان دې په تناؤ کې ښکېل یا له یو بله لرې وساتل شي"

خو احسن اقبال بیا نه ده ښکاره کړې چې دوښمن نه یې مراد کوم هیواد یا کوم قوت دی ؟

د پاکستان د هوایي الوتکو لخوا د دوشنبې یا ګل‌ په ورځ د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له عملیاتو اؤ بیا په ګډه پوله د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته نړیوالې خبري شبکې ای ایف پي د افغان طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي چې "اوس وضعیت ارامه دی اؤ جګړه درېدلې ده"

د پاکستان د پلان جوړونې وزیر ښاغلي احسن اقبال ویلي پاکستان ته چې د ترهګرو د بیا راستنولو په اړه ادارو څه فیصلې کړي دي د هغې ذمه واري د هغه وخت د حکومت پغاړه ده.

په پاکستان کې د ترهګرۍ د وروستیو پېښو سره سم یو وارې بیا په سوشل میډیا د پاکستان په اسټیبلشمنټ یا پوځ دې نیوکو زور نیولی چې د عمران خان د تېر حکومت په دوره کې د پارلیمان په نظر انداز کولو پخپل سر وسله والو سره خبرې کړې وې، له افغانستان څخه یې ګڼ د ټي ټي‌ پی مشران بیا پاکستان ته راوستي وؤ اؤ هم یې د پاکستاني زندانونو نه ګڼ شمیر خطرناک ترهګر خوشې کړي وؤ.

احسن اقبال وویل، ادارې چې هره فیصله کوي هغه د هغې ذمه واري په حکومت وي ځکه چې ادارې د حکومت تابع یا پابنده وي اؤ‌ د فېصلو اصل ذمه واري د وزیراعظم وي.

د هغه وینا وه" مونږ باید ډیر احتیاط وکړو، ځکه چې زمونږ دوښمن خو به دا غواړي چې پاکستان اؤ افغانستان دې په تناؤ کې ښکېل کړي"

احسن اقبال وویل مونږ ته که چرته د خپلو مفاداتو دفاع کول دي نو هلته به راته دا خبره هم باوري کول وي چې د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې دې د تاؤ تریخوالي یا تربګنۍ په لورې لاړې نه شي اؤ په دې کې زمونږ ګډ دوست هیوادونه مهم کردار ادا کولی شي.

پاکستان په ۱۸م مارچ د افغانستان په مشرقي ولایتونو پکتیکا اؤ خوست کې یو شمیر هوایي بریدونه کړي وؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې دغلته یې د ترهګرو ځالې په نخښه کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د افغانستان له پولې سره نزدې د پاکستان قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پوځ‌ په یوه پوسته ترهګرو ځانمرګي برید اؤ ډزې کړې وې چې دوه پاکستاني پوځي افسران اؤ پینځه نور عسکر پکې وژل شوي وؤ.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې پخپل بیان کې ویلي وؤ چې د افغانستان په خاوره کې یې د هغو ترهګرو ځالې په نخښه کړي چې شمالي وزیرستان کې په شوې حمله کې یې لاس درلودو.

خو افغان اؤ پاکستاني طالبانو بیا د پاکستان دا دعوه رد کړې ده اؤ ویلي یې دي چې پاکستاني الوتکو د عامو خلکو په کورونو بریدونه کړي چې د ماشومانو اؤ ښځو په ګډون پکې اته کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني الوتکو له بریدونو وروسته اوړمه ورځ په کورمه کې په پاک افغان پوله د پاکستاني اؤ افغاني ځواکونو ترمنځ یوه خونړۍ نښته هم شوې وه .

په دې نښته کې هم د مرګ ژوبلې خبرونه مخې ته راغلي خو دغه مرګ ژوبلې د دواړو خواو څخه په رسمي ډول نه ‏دي تاييد کړل شوي.‏

له يادو پېښو وروسته د کورمې او شمالي وزيرستان د افغانستان سره د خرلاچي او غلام لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وې چې تراوسه تړلې ‏پرتې دي.‏

ای ایف پي خبري اژانس د افغان طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي چې اوس وضعیت ارامه شوی اؤ نښتې ودرېدلي دي.

افغانستان د خوست او پکتيا سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، د ‏بېګا راهسې په پوله کوم ډز نه دی شوی خو وایي حالات لا هم ترينګلي دي.‏

هغه وویل، د پولې دې غاړې او پورې غاړې د مشرانو ترمنځ د حالاتو سمولو دپاره خبرې روانې دي او دغه خبرې د کابل او اسلام اباد په کچه هم کيږي، ‏دوی هيله لري چې حالات به زر سم شي.‏

په کورمه کې د سوداګرو د اتحاديې مشر سيد مبين حسېن وايي، د اوړمې ورځې راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاچي د تګ راتګ پوله تړل شوې، ‏تراوسه پورې بنده ده.‏

هغه وویل، د خرلاچي دواړو خواو ته په لسګونو تجارتي ګاډي درېدلي، د افغانستان د لوري نه سکاره/کويله، او د دې خوا نه خوراکي توکي لېږل ‏کيږي، که لاره بنده پاتې کیږي د دواړو خواو تجارت ته یې سخت تاوان اوړي.‏

پاکستان د پولې پورې غاړې بمبارۍ وروسته بيا هم په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه د تحریک طالبان پاکستان په اړه غوښتنې کړي، طالبانو د ‏پاکستان تورونه او دعوې رد کړي او زياته کړې یې ده که پاکستان بل کوم اقدام ونه کړو، طالبان هم نوره جګړه نه غواړي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG