واشنګټن – د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې چې یوه لویه بهرنۍ مرستندویه اداره ده وروسته له هاغې خپل ټول کارونه ودرول چې طالبانو ترې په یو فرمان کې داسې غوښتي وو.
د سویډن کمېټې د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې طالبانو دغه فرمان تېر کال په سټاکولم کې د قران شریف د سوځېدو په غبرګون کې ورکړی.
په دې اړه په سمدستي توګه طالب چارواکو څه نه دي ویلي.
د سویډن کمېټې په بیان کې راغلي،
"مونږ په دې حالت سخت خواشیني یو او په اغیزو یې خفه یو چې په هغو میلیونونو کسانو به وي چې زمونږ له خدماتو یې د تېرو څلورو لسیزو راهیسې ګټه اخېسته."
دوی ویلي، چې د سویډن د کمېټې چارواکو غوښتل د دې مسلې د حل لپاره له طالب چارواکو سره خبري وکړي او دا باوري کړي چې د دوی د فعالیت لاندې خلکو اړتیاوې پوره شي.
دوی په دې ټینګار کړی چې د دوی یو خپلواکه اداره ده چې نه د سویډن له حکومت او نه هم له کوم بل حکومت سره تړلې ده او خپلې پیسې هم له ډېرو ډونرانو څخه ترلاسه کوي.
د سویډن کمېټې په سویډن کې د قران کریم سوځېدل غندلي وو او ځان یې ترې لېرې ساتلی.
په بیان کې راغلي، "د قران کریم بې حرمتي په ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته چې په خپلو زړونو کې یې ساتي یو سپکاوی دی او دا په اسلامي عقیده باندې یو ښکاره برید دی."
د سویډن کمېټې ویلي، چې دوی د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د خپلو نېږدې ۷۰۰۰ کارکونکو د راتلونکې په اړه په اندېښنه کې دي.
بیان وايي، "اکثره یې د خپلو کورنیو لپاره یواځیني روزي ګټونکي وو او که دوی خپل کارونه له لاسه ورکړي نو په زرګونو کورنۍ به اغېزمنې شي."
په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۵ میلیونه ناروغان په افغانستان کې د سویډن روغتیايي کلینیکونو ته تللي او په لسګونو زرو نورو د معیشت او روزنیزو پروګرامونو نه ګټه اخیستې.
په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو له قبضې راهیسې مرستندویه سیکټور سخت اغېزمن شوی او په ښځو باندې ګڼ بندیزونه لګول شوي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر ۲۴ میلیونه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
Forum