لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان د پاکستان تجاوز-ایا طالبان به د افغانستان خپلواکي وساتلی شي؟


څېړونکي وایي د افغانستا ن په خاوره د پاکستان وروستي بریدونه د نړيوال قانون ترمخه د افغانستان د خپلواکۍ خلاف ورزي وه خو د طالبانو سره په نړۍ کې د پاکستان د دغه عمل پر ضد چا هم ملګرتيا ونه ښودله.

د امريکا خارجه وزارت د پاکستان لخوا بريدونو ته د غبرګون په وخت دا ویلي چې د افغانستان دننه پاکستاني عمليات بايد عامو وګړو ته زيان ونه رسوي خو دا یې ونه ويل چې پاکستان دې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی ولري.

د امريکا د خارجه وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل روانه اونۍ د يو خبري کانفرنس په وخت وویل چې پاکستان د ځوابي کارروایۍ په توګه افغانستان کې هوایي بریدونه کړي دي.

ښاغلي پټېل په طالبانو ټینګار کړی چې دا خبره باوري کړي چې د افغانستان له خاورې څخه په نورو هیوادونو بریدونه ونه شي.

پخوانۍ افغان ډیپلوماټه رويا رحماني وایي، باوجود د وروستي تاوتريخوالي پاکستان اوس هم ګڼي چې د سيمه یيزو مفادو د تحفظ لپاره یې افغان طالبان په سيمه کې غوره ملګري دي.

رويا رحماني وایي چې افغان طالبان په پاکستان کې د خپلو کاروبارونو او د زړو اړيکو له وجې د پاکستان سره په اوږدمهاله پوځي جګړه کې ښکېلېدل نه غواړي.

د امريکا د څېړنې ادارې اټلانټک کونسل لپاره ليکل شوي خپل يو مضمون کې رويا رحماني ویلي، افغان طالبان د پاکستان سره د جګړې د خطرو نه خبر دي:

"طالبان د پاکستان سره د اړيکو مالي ګټو او ملاتړ په پام کې نیولو له وجې پاکستان سره په اوږده پوځي جګړه کې د بوخت کېدو نه ډډه کوي. بله دا چې د طالبانو ترمنځ د پاکستان سره اړيکو پر سر خپل منځي اختلافاتو د دوي غبرګون نور هم پېچلی کړی دی".

رويا رحماني وایي چې ددواړو تر منځ د غټې جګړې امکان کم دی.

افغان طالبانو د دوحه په لوظنامه کې د امريکايانو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پرضد کارولو ته نه پرېږدي.

د روان کړکېچ په مهال ملګرو ملتونو يا بل کوم هيواد هم د پاکسناني بريدونو په اړه د افغانستان د خودمختارۍ په حق کې څه نه دي وېلي.

د ملګرو ملتونو د رپوټونو تر مخه د واک اخستو وروسته افغان طالبانو د افغانستان په خاوره ترهګر ډلو ته ځای ورکړی دی.

د ډیورنډ دواړو غاړو ته جګړه د پښتنو د سیمو پورې:

پښتون خبريال او او څېړونکی مشتاق يوسفزی وایي، دا حقيقت منل پکار دي چې د پاکستاني طالبانو ځینې مشران په افغانستان کې شته خو وایي دا هم حقيقت دی چې پاکستاني طالبان د پولې دواړو خواو ته موجود دي او تر دې چې د پاکستان په ښارونو کې هم مېشته دي.

مشتاق يوسفزي د وي او اې ډيوه په هېلو وي او خپرونه کې د خبرو په مهال ویلي چې د پاکستان د بريدونو تګلاره به هېڅ ګټې ونه لري. هغه وایي، "هېچاته هم دا حق نه شته چې په بل هېواد بریدونه وکړي".

پښتون دانشور او پخوانی سېنېټر افراسياب خټک تور لګوي چې د ترهګرۍ پرضد د جګړې په وخت د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په سيمه کې د ترهګرو ډلو پلوي کوله.

د وي او اې ډيوه په خپرونه کې د خبرو په وخت افراسياب خټک وويل، "مونږه ګورو چې ترهګري زياته شوې ده، کمه شوې نه ده". افراسياب خټک وایي چې دې جګړه کې وړاندې او اوس هم د ټولو نه زيات تاوان پښتنو ته رسېدلی دی.

افراسياب خټک وایي په افغانستان کې د رياست اډاڼه ړنګه شوې ده او ترهګري د سيمې لپاره خطر دی او داسې وېرې څرګندېږي چې په پاکستان کې هم طالبان په مختلفو سيمو کې واک په لاس کې وانخلي.

څېړونکي وایي په تېرو وختونو کې د اختلافاتو باوجود پاکستان په افغانستان کې د نېغ په نېغه برېدونو نه ډډه کړې ده خو وایي دا کار د طالبانو په وخت کې وشو.

په اسلام اباد کې د قائد اعظم پوهنتون د نړیوالو چارو استا‌ذ ډاکټر فهيم الله وي او اې ډيوه ته ویلي:

“دلته تګلارې پوځیان جوړوي، دفاع یې بل څوک کوي، مونږ افغانستان ته هر وخت د پوځ په سترګه کتلي دي، دا خبره سمه ده چې نه سیاسي مشرانو اؤ نه د پاکستان سیاسي ګوندونو افغانستان پحقله تګلارو کې څه کردار شته، دا ښکاره خبره ده چې څوک دا پالیسې یا تګلارې جوړوي باید چې دا اختیار د پارلیمان وي".

د وروستیو نښتو په اړه د پاکستان او طالبانو د حکومتونو دریځ:

پاکستان د مارچ په 18مه د افغانستان په خوست او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي وو، اسلام اباد ویلي وو په دغو بریدونو کې یې په پاکستان کې د ترهګرۍ د بریدونو ذمه وار وسلوال په نخښه کړي وو، خو طالبانو ویلي په بریدونو کې اته ولسي خلک وژل شوي چې ښځې او ماشومان دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د افغانستان له پولې سره نزدې د پاکستان قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پوځ‌ په یوه پوسته ترهګرو ځانمرګي برید اؤ ډزې کړې وې چې دوه پاکستاني پوځي افسران اؤ پینځه نور عسکر پکې وژل شوي وؤ.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې پخپل بیان کې ویلي وو چې د افغانستان په خاوره کې یې د هغو ترهګرو ځالې په نخښه کړي چې په شمالي وزیرستان کې په شوې حمله کې یې لاس درلود.

د طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې وه چې د پاکستان د بریدونو ځواب یې په بریدونو ورکړی او په کورمه ضلع کې یې د پاکستان د پوځ سرحدي پوستې په "درنو وسلو"ویشتلې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ په 19مه وویل د پاکستان له هوايي برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې سرحدي جګړه اوس بنده شوې ده. مجاهد فرانس پرس خبري ایجنسۍ ته ویلي، "وضعیت ارام شوی دی او جګړه بنده شوې ده".

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG