لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هوا د خيچنوالي په لړ کې بنګله دېش او هندوستان د چډ او ایران ځای نیولی


پاکستان هم په دې هیوادونو کې شامل دی چې په 2023 کال کې یې هوا د نورې نړۍ په پرتله ډیره ککړه وه او په چاپیریال کې يې د مضرو زرو مقدار د ډبلیو اېچ او د محفوظ ټاکل شوي حد نه ۱۵ چنده زیات و.

د بلوچستان د چاپیریال ساتنې ادارې مرستیال مشر عبدالولي خلجي وایي چې الودګي نه یواځي هوا کې ده بلکه په خوراک او اوبو کې هم ده او له همدې امله ناروغۍ ډیری زیاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې چاته د سترګو ایلرجي وي او چا ته د سینې بیماري وي او چاته نورې بیماریانې لګیدلي وي او دا ټول د هوا د ککړتیا له وجي وي او بیا عمرونه یې هم کم کړي دي په دي هیوادونو کې.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د یوې خپرې شوې څېړنې معلومات ښيي چې په ۲۰۲۳ کې په بنګله دېش کې په هوا کې د پي اېم ټو پواینټ فایونومي د هغه زراتو کچه چې د انسان پړپوس یا سږي ته نقصان رسوي په یو مربع میټر کې ۷۹.۹مایکروګرامز ته رسېدلې وه.

د ملګرو ملتونو د صحت اداره په هوا کې د دغو زراتو کچه د پينځه مایکروګرامه نه زیاته د صحت دپاره ښه نه تجویز کوي.

په پاکستان کې په کال ۲۰۲۳ کې په فضا کې د دغو زراتو سطحه ۷۳.۷ مایکروګرامه وه.

په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې د زغون تحریک چیرمین انجنير عبدالولي خان یوسفزي وویل چې پېښور په پاکستان کې د هوا د ککړتیا په نوم لړ کې په دویم نمبر دی.

هغه وویل یو زاړه ګاډي، کارخانې او د وونو بوټو کمیدل یې علتونه دي. هغوي زیاته کړه چې بس اوس ټول ښار صرف کنکریټ ښکاري.

ښاغلي عبدالولي خان یوسفزي وویل چې د ونو بوټو د نالولو په ځاي ډیر کټ کیږي او سوځلول کیږي. هغوی زیاته کړه چې په ډیرو وختونو کې په ځنګولونو کې د اورونو خبر مخې ته راځي، چې نوره هم په دي اړه فکرمندي سیوا کوي.

د هوا د څارنې د سوېټزرلېنډ ايي کیو اېیر نومې ادارې کارپوه کرېسټي شروډر وایي د جنوبي اېشیا د جغرفیايي موقعیت او د سیمې د موسمي حالاتو له امله په سیمه کې د پي اېم ټو پواینټ فایو کچه ډېره زیاته شوې او د فضا خيچن والی بل چېرته د تګ ځای نه لري.

د دې نه علاوه، شروډر وویل، د ذراعت طریقې، کارخانې او د انسانانو په یو ځای ډیره ابادي هغه عوامل دي چې د فضا په ککړتیا کې اضافه کوي
.

د هوا د مېعار په لحاظ په
۲۰۲۲ کې بنګله دېش د دونیا په پينځمه درجه ولاړ ملک و چې د د ټولو نه زیاته ککړه هوا يې لرله، او هندوستان په اتمه درجه و.

د بنګله دېش په سرښار ډهاکه کې د نارت ساوت یونېورسټۍ د هوا د خیچنوالې ماهر ډاکټر فېروز خان وايي په بنګله دېش کې ۲۰ فیصد د وخت نه مخکې مرګونه د ککړ چاپیریال سره تړل کېدی شي.

په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې ښآغلي خیلجي وویل د کور زیات بجټ به په صحت او بماریانو لګي. هغه وویل چې بیا د هیواد او په خصوصي توګه د خچنې او ککړی هوا له وجی متاثره شوي ښار ته څوک ولي به د سیلګرۍ لپاره ځي؟ نو دا یې بیا اقتصادي تاوان دی. هغوي وویل چې که صرف دې تیر کال کې د ډیلي مثال واخلو نه سکولونه پکې له دې وجي بند کړی شوي وول. او د لوبو مقابلی پکې هم ځنډول شوې وې.

پکار ده چې حکومت په دی اړه ګامونه واخلي او د مولا او ممبر نه دي هم کار واخلي چې صفایي نصف ایمان دی. سکولونو کې دي هم د اګاهۍ پروګرامونه وکړي او میډیا دې پکي هم خپل کردار ادا کړي ځکه چې دا مسله د ټول هیواد او د هر چا مسله ده. نو پکار ده چې د حکومت سره هر یو تن هم خپل کردار ولوبوي.
یاده دې وي، په تېرو پينځو کلونو کې د مسلسل کمي وروسته په چين کې تېرکال د پي اېم ټو پواینټ فایو په کچه کې د شپږ فیصد نه زیاته اضافه وشوه.

اسټرېلیا، اېستونیا، فېنلېنډ، ګرېنېډا، ايسلېنډ، مارېشس او نیوزي لېنډ د دونیا یوازني ملکونه دي چې په
۲۰۲۳ کې د صفا هوا په مېعار پوره وو.

د ايي کیو اېير رپورټ دپاره معلومات د هوا د څارنې
۳۰۰۰۰ سټېشنونه نه اخیستل شوي چې د دونیا په ۱۳۴ ملکونو او سیمو کې وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG