لاس رسیدونکی لینک

 
امریکايي ډپلوماټ دا رد کړې چې له واک څخه د عمران خان په لېرې کولو کې یې لاس درلود
تازه خبر

امریکايي ډپلوماټ دا رد کړې چې له واک څخه د عمران خان په لېرې کولو کې یې لاس درلود


واشنګټن – د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره یو لوړ پوړي امریکايي ډپلوماټ د لومړي ځل لپاره په ښکاره هغه تورونه رد کړي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د وخت وزیر اعظم عمران خان له واکه لېرې کړی و.

ډانلډ لو چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته راپور ورکاوه دغه تورونه رد کړل چې ګواکې ده او یا حکومت یې له واک څخه د عمران خان په لېرې کولو کې لاس درلود.

ښاغلي لو د کمېټې د چېرمېن جو ویلسن چې د جنوبي کېرولاینا څخه یو ریپبلېکن استازی د پوښتنې په ځواب کې وویل،

"دا تورونه، دا کانسپایریسي تیوري یو دروغ دی، دا په بشپړه توګه غلط دي."

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې عمران خان په پارلمان کې د بې باورۍ د تحریک په پایله کې له واک څخه لېرې کړای شو.

خان له هغې راهیسې ادعا کوي چې یو پټ ډپلوماټیک کېبل یا سایفر چې امریکا ته د هغه وخت د پاکستاني سفیر اسد مجید لخوا استول شوی،‌ ثابتوي چې امریکا د پاکستان له پوځ او مخالفو رهبرانو سره دسیسه جوړه کړې وه چې هغه له دفتر څخه وباسي.

دغه سایفر د ۲۰۲۲ کال د مارچ په اوومه نېټه په واشنګټن کې له لو سره لیدنه ښيي.

د انټرسېپټ په نامه یوې امریکايي خبر پاڼې په تېر اګسټ کې د دغه سایفر متن خپور کړی و.

د پاکستاني سفیر په دغه ادعا شوي سایفر کې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو په یوې لیدنه کې پاکستاني سفیر ته ویلي و چې د پاکستان ځواکمن پوځ ته ووايي چې له اسلام اباد سره به اړیکې ښې شي که خان له دفتر څخه لېرې کړای شي ځکه هغه په اوکراین باندې د روس په یرغل بې پرې پاتې شوی.

په اوکراین باندې د روس د یرغل په ورځ د پاکستان د وخت وزیر اعظم عمران خان د روس له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په ماسکو کې خبرې کولې او په دې کې پاتې راغی چې دغه یرغل وغندي.

په سایفر کې د لو له خولې راغلي چې د پاکستان سفیر ته وايي،‌ "زه فکر کوم که د وزیر اعظم پرضد د بې باورۍ تحریک بریالی شي نو هر څه به په واشنګټن کې وبخښل شي ځکه روس ته د هغه سفر ته داسې کتل کېږي چې د وزیر اعظم په پرېکړه شوی وي او که داسې ونه شي زه فکر کوم چې دا به ستوزمنه وي چې مخکې ولاړ شو."

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوامداره توګه له واک څخه د عمران خان د لېرې کولو دغه ادعاوې رد کړي،‌ خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر تېر کال ویلي و چې د بایډن اداره روس ته د خان په مخکې کېدو باندې خوشحاله نه وه.

مېلر په یوې خبري‌ غونډه کې ویلي و،‌ "مونږ په پټه توګه د پاکستان حکومت ته خپله اندېښنه ویلي‌ وه لکه چې په ښکاره مو هم ماسکو ته په یوې داسې ورځې د عمران خان لیدلو ته ښودلې وه چې په اوکراین باندې روس یرغل کاوه. مونږ دا اندېښنه ډېره واضحه کړې وه"

د پاکستان پوځ او د خان مخالفینو هم دغه تورونه رد کړي وو.

د پاکستان پخوانی‌ وزیر اعظم د پټ‌ کېبل د معلوماتو په ښکاره کولو باندې د لس کاله زندان شپې تېروي خو دا هغه تور دی چې هغه یې ردوي او وايي سیاسي انګېزه لري.

لو په پاکستاني رسنۍ باندې د ډپلوماټیک کېبل راپور ورکول غلط بللي. هغه کمېټې ته وویل،

"په هېڅ برخه کې د امریکا په حکومت او یا ما باندې تور نه دی پورې شوی چې د عمران خان پرضد مو ګامونه پورته کړي وي."

لو دا هم وویل،‌ چې د پاکستان د هغه وخت سفیر هم خپل حکومت ته دا واضحه کړې وه چې له واک څخه د عمران خان د لېرې کېدو په برخه کې هېڅ‌ ډول امریکايي دسیسه نه وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG