لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د دفاع وزیر: مونږ له افغانستان سره وسلواله شخړه نه غواړو


واشنګټن – د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې نه غواړي چې له ګاونډي افغانستان سره په یوې وسلواله شخړه کې ښکېل شي.

خواجه اصف دغه څرګندونې وروسته له هاغې کړي چې اسلام اباد په دې اونۍ کې د پاکستان په ادعا د ډیورند کرښې پورې غاړې په افغانستان کې د ترهګرو په پټنځایونو باندې هوايي بریدونه وکړل.

اصف په ځانګړي ډول امریکا غږ ته وویل، "ځواک وروستی حل دی. مونږ نه غواړو چې له افغانستان سره یوه وسلواله شخړه ولرو."

خو هغه خبرداری ورکړ چې اسلام اباد په وچه کې د ګېر افغانستان او هند ترمنځ تجارتي‌ دهلیز بندولی شي.

هغه وايي، پاکستان حق لري چې کابل ته د اسانتیاو برابرول ودروي که چېرې هغوی په افغان خاوره باندې د پاکستان ضد ترهګریز فعالیتونه مهار نه کړي.

خواجه اصف وویل، "که افغانستان له مونږ سره د دوښمن په څېر چلند وکړي، نو بیا ولې مونږ ورته تجارتي دهلیز (ټرېډ کارېډور) ورکړو."

پاکستان د ګل یا دوشنبې په ورځ دا تایید کړه چې د افغانستان خاورې دننه یې د پولې په اوږدو کې "د استخباراتي‌ معلوماتو پر مټ د ترهګرۍ ضد" عملیات کړي او د کلعدم ګرځول شوې ترهګرې ډله تحریک طالبان او د هغوی ملګري یې په نخښه کړي.

دغه بریدونه وروسته له هاغې شوي چې وسلوالو د شنبې یا خالي په ورځ په شمالي وزیرستان کې په یو پوځي مرکز برید وکړ او اوه تنه پاکستاني پوځیان یې ووژل.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي جنګیالي او د هغوی ملاتړې ډلې یې په افغانستان کې دي، خو په کاب کې ناست واکمن طالبان دا ردوي چې د افغانستان له خاورې دې د پاکستان پرضد کار اخېستل کېږي.

د ملګروملتونو استخباراتي ارزونې هم ښيي چې د ټي ټي پي حضور په افغانستان کې شته او وايي،‌ چې د افغان طالبانو ځینې واکمن غړي‌ ورسره یوځای شوي دي.

اصف امریکا غږ ته وویل، "د یو پیغام استول ضروري و چې دوی (له پولې تېرېدونکې ترهګري) ډېره زیاته شوې ده." او زیاتوي، پاکستان غوښتل چې په کابل کې واکمنو ته دا پیغام ورسوي چې "مونږ نور داسې دوام نشو ورکولای."

پاکستان وايي،‌ په کابل کې واک ته د طالبانو له راتګ سره په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي.

د ټي ټي پرضد عملیات او له هغوی سره مذاکرات:

افغان طالبانو په پیل کې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو منځګړیتوب کړی ؤ، خو بیا د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې په یو اړخیزه توګه اوربند مات کړل شوی ؤ.

له هغه وخت راهیسې، افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په ځانګړې توګه په پوځ او امنیتي عسکرو بریدونه سیوا شوي دي.

د یوه اټکل له مخې په افغانستان کې له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې د ټي ټي پي وسله وال شتون لري.

دوی شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د پاکستان له پراخو پوځي عملیاتو وروسته د پولې هاخوا پناه اخستې وه.

دغې اورپکې ډلې په کابل کې د امریکا تر ملاتړ لاندې د حکومت پر وړاندې په شل کلنه جګړه کې افغان طالبانو ته د جګړې په ډګر کې هم مرستې ورکړې وې.

خواجه اصف ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې یې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له وزیرانو غوښتي وو چې د ټي ټي پي د پخوانیو احسانونو له امله دې د کابل لاسونه نه وتړي.

هغه وويل: "که دوی (ټي ټي پي)تاسو سره کوم احسان کړی وي او تاسو یې منندوي یاست، دوی کنټرول کړئ. دوی ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو په هیواد کې زموږ سره جګړه پیل کړي، تاسو د دوی ایتلافیان مه جوړیږئ"

افغان طالبان د پاکستان ضد ترهګرو ته پناه ورکول ردوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې د ورځې بریدونو ته په غبرګون کې، چې د کابل په وینا اته ملکي وګړي په کې ووژل شوي وؤ، د سختو پایلو خبرداری ورکړ اؤ وي ویل پاکستان باید افغانستان په خپله خاوره کې د کنټرول په نشتوالي، بې کفايتۍ او ستونزو تورن نه کړي.

مجاهد په یوه بیان کې ویلي، چې دا ډول پېښې به ناوړه پایلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله به بهر وي.

د طالبانو د دفاع وزارت وروسته تایید کړه چې د دوی امنیتي ځواکونو د "درندو وسلو" سره پاکستاني پوستې په نخښه کړي.

د سه شنبې راهیسې، 2,600 کیلومتره (1,616 میله) اوږده پوله د خاموشه تاو تریخوالي لاندې ده.

کارپوهان وايي، که څه هم طالبان په پاکستان د برید کولو نظامي توان نه لري، خو وایي که د اسلام اباد له لوري د افغانستان په خاوره تېری دوامداره پاتې شي نو بیا افغان طالبان د پاکستان ضد وسله والو د ملاتړ په ګډون نورې یو شمیر غیر روایتي لارې چارې خپلولی شي.

خواجه اصف هیله څرګنده کړه چې افغانستان به د ټي ټي پي د کنټرول لاندې ساتلو "یوازینۍ غوښتنه" پوره کړي او په راتلونکي کې به د پاکستان له خوا د پوځي بریدونو د اړتیا مخه ونیسي، او ویې ویل "که دوی موږ ته زیان ورسوي، نو موږ به مجبور شو چې بدل واخلو"

د دفاع وزیر تور ولګاوه چې کابل ټي ټي پي ته اجازه ورکړې چې د پاکستان پر ضد کار وکړي ترڅو د دې ډلې دغړو د داعش له سیمه ییزې ډلې سره چې په عام ډول د داعش-خراسان په نوم پیژندل کیږي، د یوځای کیدو مخه ونیسي.

د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ په راپورته شوې شخړه خپل غبرګون کې د ګل‌ په ورځ د امریکې د بهرنیوچارو د محکمې مرستیال ویاند په پاکستان اؤ افغان طالبانو ټینګار کړی ؤ چې هغوي باید د خپلو اختلافاتو ختمولو لپاره ګامونه واخلي .

هغه په طالبانو غږ کړی ؤ چې باید د افغانستان د ځمکې د نورو هیوادونو په ضد استعمال اجازه ورنه کړي اؤ هم یې پاکستان ته د صبر نه د کار اخستو تلقین کړی ؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG