د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي، "د شکيل اپريدي قضيه د پاکستان د قوانينو ترمخه چلیږي، هغه د پاکستان د قانوني عمل او عدالتونو د فېصلې لاندې په زندان کې دی، د شکیل اپريدي د قضيې په اړه د پاکستان نظر نه دی بدل شوی".
ډاکټر شکیل اپريدی د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امريکايي استخباراتي ادارې سي آی اې سره په مرسته کولو تورن دی، خو هغه ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ اسټنټ پوليټيکل ايجنټ د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره د اړيکو په سر د 33 کالو د قېد سزا اورولې وه او وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا 23 کالو ته راکمه کړل شوې وه.
د رپوټونو ترمخه شکيل اپريدی دا وخت د پنجاب په ساهېوال زندان کې بندي دی.
د ډاکټر شکيل اپريدي د وکيلانو په وينا د کال 2014 راهسې د نوموړي د پوره سزا ختمولو اپيل په پخواني فاټا ټربيونل کې د ځنډ ښکار وو او بيا چې پخوانۍ فاټا په صوبه کې ورګډه شوه نو دا مقدمه هم د پېښور هايکورټ ته منتقل کړل شوې وه.
د خېبر پښتونخوا حکومت د تېر کال د جولايي په 17مه د پخوانۍ فاټا، فاټا ټربيونل د بيا جوړېدو اعلاميه جاري کړې وه، فاټا ټربيونل هغه وخت فعاله وو چې قبايلي ضلعې د خېبر پښتونخوا برخه نه وې جوړې او د ايف سي ار قانون پکې په ځای وو.
د ممتاز زهرا بلوڅ نه د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په اوونيزه خبري غونډه کې د شکيل اپريدي او امريکا کې بندي ډاکټر عافيه صديقي په اړه پوښتنه شوې، چې د امریکايي کانګرس د خارجه اړیکو کمېټۍ د سویلي او منځني اسیا لپاره د امریکا نايب خارجه وزیر ډانلډ لو نه د کمېټۍ يو غړي د ډاکټر عافيه صديقي او ډاکټر شکیل اپريدي د تبادلې پوښتنه کړې، او هغه یې په ځواب کې ویلي، پاکستان داسې کوم وړانديز نه دی کړی.
ايا پاکستان په دې برخه کې کوم وړانديز کړی يا د تبادلې کومه اراده لري؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې بلوڅ د شکيل اپريدي په اړه د پاکستاني قوانينو او عدالتي فېصلې لاندې د زندان او پاکستاني نظر نه بدليدو ځواب ويلی دی.
او د عافيه صدیقي په حواله یې ویلي، پاکستان د هغې په اړه د امریکې سره په تماس کې دی.
دوه ورځې وړاندې د امریکا د کانګرس غړي برېډ شېرمن په پاکستان کې د انتخاباتو وروسته د ډېموکراسۍ په اړه د امریکايي چارواکي ډانلډ لو د ګواهۍ د اورېدو په وخت پوښتنه کړې وه، امریکا په پاکستان کې د نیول شوي ډاکټر اپريدي د خوشې کولو لپاره څه کوي؟
هغه پوښتنه کړې وه، "ډاکټر اپريدي 14 کاله په جېل کې تېر کړل، د امریکا حکومت د هغه د خلاصولو دپاره څه کوي؟ آیا د عافیه صدیقي په بدل کې د ډاکټر شکیل افریدي د خلاصولو کومې خبرې روانې دي؟ "
د امریکا د خارجه چارو وزارت کې د جنوبي او مرکزي اېشیا د چارو لپاره مرستیال سېکتر ډانلډ لو دې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو، "په دې اړه د پاکستان حکومت مونږ سره څه خبرې ندي کړي".
Forum