لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: پاکستان کې دې جمهوریت او بشري حقونه يقیني کړل شي


د امریکې د استازو د اېوان د بهرنيو چارو کمېټۍ پاکستان کې د جمهوریت، بشري حقونو او قانون د عملدارۍ په حق کې قرارداد منظور کړی دی.‏

ويل شوي، د بهرنيو چارو کمېټۍ دغه قرارداد د صفر په مقابله کې په 50 ووټونو منظور کړی. په قرارداد کې ویل شوي، امریکا په پاکستان کې د ‏جمهوريت او داسې رڼو ټاکنو ملاتړ کوي کوم چې د ولس په خوښه وي.‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، ياد قرارداد د تېر کال په ‏‎30‎م ستمبر وړاندې کړل شوی خو د زيارت په ورځ پرې رای ورکړل شوي دي.‏

يوه ورځ وړاندې د امریکې د بهرنيو چارو کمېټۍ په اورېدنه کې د پاکستان د انتخاباتو په اړه تفصيلي بحث شوی، او د امریکايي کانګرس د خارجه ‏اړیکو کمېټۍ د سویلي او منځني اسیا لپاره د امریکا نايب خارجه وزیر ډانلډ لو کمېټۍ ته پېش شوی وو.‏

په اورېدنه کې په ځانګړي ډول پاکستان کې ترسره شوو د اتمې فرورۍ په انتخاباتو کې د درغليو د تورنو په اړه بحث شوی دی.‏

په اورېدنه کې د پاکستان په انتخاباتو کې د ځينې سياسي مشرانو دپاره د برابرې موقعې د نشتوالي، د سیاسي مشرانو او غړو نيول، د سیاسي غړو ‏پرضد ترهګر بريدونه، د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ او موبايل فون بندېدل، د خبريالانو او به ځانګړې توګه د ښځيه خبريالانو ځورول او دې اړونده ‏موضوعاتو باندې د کانګرس غړو کلکې پوښتنې کړې وې.‏

ویل شوي، پاکستان کې د مذهبي لږکيو د حقونو، په زوره د مذهب بدلولو او مذهب د سپکاوي د قوانينو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړل شوې وه.‏

په قرارداد کې غوښتنه شوې، صدر جوبايډن او د بهرنیو چارو وزير انتني بلينکن دې د پاکستان د حکومت سره اړیکې سېوا کړي، د جمهوريت، بشري ‏حقونو او قانون عملداري دې وکړي.‏

د امریکې د کانګرس د ‏‎26‎‏ نه زياتو غړو د امریکې د صدر جوبايډن انتظاميې ته خط ليکلی چې د پاکستان په عامو انتخابي ‏نتيجو یې پوښتنې راولاړې ‏کړي او د پاکستان نه یې ترې د ځواب غوښتنه کړې وه.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، په ملک کې دننه بېلا بيلو سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګولي او ‏احتجاجونه ‏یې کړي او په نړيواله کچه امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او انټرنېټ په بنديز ‏اندېښنه څرګنده ‏کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو ‏له ‏امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.‏

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق د انتخاباتو نه څلور ورځې وروسته يوه خبري غونډه کې ویلي وو، پاکستان کې منصفانه انتخابات شوي، ټولو ‏سياسي ګوندونو پکې ‏يو شان برخه اخستې، د نتيجو د وروسته والي مطلب درغلي نه ده، پاکستان ته د ترهګرۍ خطرې ورپېښې دي، موبايل فون د ولس ‏د خونديتوب دپاره بند ‏کړل شوی وو.‏

هغه زياته کړې وه، امریکا، برتانیه او يورپي يونين د پاکستان دوست هېوادونه دي، خو د بده مرغه هغو د ټولنيزو رسنيو او ډيجيټل مطبوعاتو د ‏‏معلوماتو په اساس تبصره کړې ده، زمه واره حکومتونه که وروسته خپل دريځ وړاندې کړي دا به غوره وي.‏

هغه ويلي وو، که د انتخاباتو په اړه پلټنې هم کوي، نو د امریکا، برتانيه او يورپي يونين په غوښتنه به یې نه کوي پاکستان یې خپله تګلاره لري ځکه چې ‏‏پاکستان يو خپلواکه ملک دی او د دغه ډول چېلنجونو د مخنيوي دپاره خپل قوانين لري.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG