لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غلام خان تجارتي لاره پرانستل شوې خو د خرلاچۍ لاره نن په پینځمه ورځ هم تړلې پرته ده


د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ګډه پوله له وروستي تاو تریخوالي اؤ نښتو وروسته د شمالي وزیرستان غلام خان لاره د تجارت په موخه پرانستل شوې خو د کورمې او پکتيا ترمنځ د خرلاچي لاره نن په پینځمه ورځ هم د هر ډول تګ راتګ د پاره تړلې پرته ده .

تاجران وايي د لارې تړل کېدو له امله د کروړونو روپو د تاوان سره مخ شوي دي.

چارواکي وايي د غلام خان لاره د دواړو خواؤ د تاجرانو ترمینځ له خبرو کولو وروسته پرانستل شوې خو د کرمې تاجران وايي کرمې او پکتیکا ترمینځ د خرلاچۍ لارې په اړوند هم د دواړو خوا تاجرانو ترمینځ خبرې روانې دي چې کامیابې شوي خو لاره لا نه ده پرانستل شوې چې پکې لوی خڼډ حکومتي چارواکي دي .

د کرمې قبایلي ضلعې د تاجرانو د اتحادیې مشر سید مبین حسین ډيوه ته وویل دواړو خوا ته په سلګونو سامان وړونکي ټرکونه ګیر دي او د لارې بندیدو له امله د علاقې کاروبار په ټپه درېدلی دی.

هغه وایي د لارې تړل کیدو سره هره ورځ د کمزوري نه د کمزوری تجار د لکونو روپو تاوان کیږي.

هغه وویل په ګاډو کې سبزۍ او میوې خرابې شوي د کروړونو روپو تاوان شوی، ډریوران د خوراک څښاک انتظام نه لري او اړتیان په تش لاس دي .

د تاجرانو یو بل مشر اسلام علي وویل د دوی او د افغان تاجرانو ترمینځ پرون جرګه شوې او دواړه خواې د لارې په پرانستلو سلا شوي او دا خبره یې انتظامي او نورو حکومتي چارړاکو سره شریکه کړې خو تر دې مهاله لا لاره نه ده پرانستل شوې .

هغه وویل کرمه قبایلي ضلعه له وړاندې څخه د فرقه ییزو نښتو او د ترهګرۍ د پېښو سره مخ ده او چې اوس په پوله د رامنځته شوي جنجال له امله د تجارتي ګاډو په مخ لاره هم تړل شوې ده نو له امله یې په سیمه کې کاروباریان سخت اغېزمن شوي دي.

د کرمې د انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر جاوید مسید د دفتر چارواکو ډيوه ته وویل په سیمه کې حالت عادي شوی اؤ پولې ته څېرمه علاقو کې نن سکولونه خلاص شوي دي.

د ډي سي د دفتر چارواکي وایي د خبرو مالومات یې ترلاسه کړي لاره پرانستل شوې خو په پوله یوه اداره کار نه کوي دغلته این ایل سي ، کسټم او ایکسایز ته ویل شوي او چې دا ادارې خپل فعالیتونه پیل کړي په لاره به د تګ راتګ لړۍ پیل شي.

دوی وویل امکان لري د جمعې له لمانځه وروسته به لاره په بشپړه توګه پرانستل شي.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان لخوا د افغانستان په خوست اؤ پکتیکا ولایتونو کې له هوایي بریدونو وروسته د افغان اؤ پاکستاني ځواکونو ترمنځ کرمه کې په پوله سخته نښته شوې وه چې د مرګ ژوبلې رپورټونه پکې هم مخې ته راغلي وؤ اؤ له هغې وروسته د خرلاچۍ لاړه تړل شوې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG