د پاکستان د محصولاتو مرکزي ادارې ایف بي ار پرېکړه کړې چې د ټیکسونو د پراختیا په خاطر به اوس له عامو دوکاندارانو اؤ تاجرانو نه هم د هغوي په روزګار ټیکس اخلي.
ایف بي ار د ټیکسونو په ساحه کې د دوکاندارانو راوستلو لپاره د رجسټریشن اسکیم اعلامیه هم خپره کړې ده.
د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې هر دوکاندار به اوس له دې وروسته د کال ۱۲۰۰ روپۍ ټیکس حکومت ته ورکوي.
په رپورټ کې ویل شوي چې د اپریل د وړومبۍ نیټې نه به د ملک په شپږو لوبو ښارونو کراچۍ،لاهور،اسلام اباد،پینډۍ ،کویټه اؤ پېښور کې د دوکاندارانو رجسټریشن یا نوم لیکنه کیږي.
ایف بي ار د ټیکسونو راټولولو په مسوده د نیوکې یا وړاندیزونو لپاره د یوې اوونۍ مهلت هم ورکړی دی.
ډان ورځپاڼې د ایف بي ار د اعلامیې په حوالې ورکولو سره ویلي کوم دوکانداران چې خپل رجسټریشن نه کوی دهغوي نومونه به په زوره د نیشنل بزنس یا قامي روزګار په رجسترۍ کې ور اچولی شي
ایف بي ار ویلي چې تاجرانو ن به ټیکس د دوکان د کلیزې کرایې د ارزښت په حساب سره اخستل کیږي.
د اسکیم له مخې کوم دوکاندار چې د هرې میاشتې د پینځلسمې نېټې نه وړاندې خپل ټیکس ورکوي هغه ته به په ټیکس کې ۲۵ فیصدي رعایت ورکول کیږي اؤ کومو تاجرانو چې په ۲۰۱۳م کال کې د انکم ټیکس کاغذونه جمع کړي وي هغوي ته به هم رعایت ورکول کیږي.
تېره اوونۍ د پاکستان اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف ترمنځ د لنډې مودې د قرض د پروګرام په اړه د ارزونې مذاکراتو کې ایف بي ار د ټیکس د امدن پلان آي ایم ایف ته وړاندې کړی ؤ.
پاکستان آي ایم ایف په ایف بي ار کې د اصلاحاتو نه خبر کړی ؤ اؤ ورته ویل شوي وؤ دټیکس ورکوونکو شمیره به لوړولی اؤ له دې لارې به محصولات سیوا کولی شي.
هغه مهال سرچینو ویلي وؤ چې د ټیکنالوجۍ په مد کې به د سرمایه کارۍ له لارې د ټیکس د ساحې په پراختیا کار کولی شي اؤ نزدې د ۳۱ لکو دوکاندارانو نه د ټیکسونو راغونډولو پلان جوړ کړل شوی دی.
په مذاکراتو کې پرېکړه شوې وه چې آي ایم ایف به د روان مالي کال د ټیکسونو د هدف ترلاسه کولو لپاره د اخستل شوؤ ګامونو نه خبرولی شي اؤ په ایف بي ار کې به هم اصلاحات مخې ته راوړل کیږي.
په ۲۰م مارچ د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ترمنځ د پور د پروګرام د جايزې دپاره د خبرو دکامیابېدو خبر ورکړل شوی ؤ.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه د خبرو کامیابېدو او عملې تر کچه تړون وروسته به د نړیوالې مالياتي ادارې اېګزېکټيو بورډ منظوري ورکوي او د هغې وروسته به پاکستان ته د 1.1 اربه ډالرو قسط جاري کيږي.
د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف او پاکستان ترمنځ د عملې په کچه د درو اربو ډالرو د"سټېنډ بای ارېنجمنټ" تړون د تېر کال په 29م جون شوی وو او ويل شوي وو د ياد تړون له مخې به نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته درې اربه ډالر ورکوي.
د قابو اتو میاشتو د ځنډ وروسته ياد تړون شوی او د جولايۍ په میاشت کې یې بيا اېګزېکټيو بورډ منظوري ورکړې وه.
آی اېم ایف هغه وخت ويلي وو، د سټېنډ باي تړون له مخې پاکستان ته ورکړل کیدونکې پیسې به د دغه هیواد د بهرني فشار سره د مخ معیشت په باثباته کولو کې مرسته وکړي.
د آی اېم اېف د تازه بیان ترمخه د پاکستان حکومت ته په اقتصادي کمزوریو د قابو موندلو لپاره د پاليسۍ د اصلاحاتو ضرورت دی او اداره تمه لري چې د پاکستان حکومت به د ټېکسونو د جال لا نور پراخولو ترڅنګ د بجلۍ او ګېس په نرخونو کې هم په وخت اضافه کوي.
د اقتصادي چارو پوهان وايي که پاکستان د آی اېم اېف د شرطونو لاندې د بجلۍ او ګېسو قيمتونه سېوا کوي نو بوج به په عام خلکو پريوځي خو وايي وخت راغلی چې د ملک په ټولو ادارو کې اصلاحات وکړي شي.
Forum