واشنګټن – د فرانسې حکومت د یکشنبې یا اتوار په ورځ د امنیتي بیدارۍ حالت وروسته له هاغې لوړې کچې ته ورسوه چې په ماسکو کې د کانسرت په یو حال باندې خونړی برید وشو او داعش یې پړه ومنله.
د فرانسې لومړي وزیر دغه پرېکړه په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې اعلان کړې او ویلي یې دي چې چارواکو "د داعش لخوا د ماسکو د پېښې د پړې د منلو او زمونږ په هېواد باندې د هغوی د ګواښونو د اغیزو مسله جدي نیولې."
دغه اعلان وروسته له هاغې هم وشو چې ولسمشر ایمانوېل مکرون د جمعې په ورځ په ماسکو کې له ترسره شوي برید وروسته بیړنۍ امنیتي غونډه هم رابللې وه.
په ماسکو کې شوي برید کې ۱۳۰ کسان وژل شوي وو چې پړه یې داعش پورې تړلو خلکو اخیستې.
په فرانسه کې په وار وار د داعش لخوا بریدونه ترسره شوي. په ۲۰۱۵ کال کې په بتکلان سینما کې هغه وخت ګڼ خلک ووژل شول کله چې ترهګرو په خلکو ډزې وکړې او خلک یې د څو ساعتونو لپاره له ځانه سره برمته ساتلي وو.
د فرانسې امنیتي ځواکونو همدارنګه د داعش ترهګرو پرضد د فرانس سربېره په افریقا کې هم جګړه کړې ده.
په فرانسه کې لا له مخکې څخه د پاریس د سږ کال المپیک لوبو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي چې تمه ده د لیدلو لپاره به یې په میلیونونو سیلانیان فرانسې ته ورغلي وو.
د المپیک لوبو د پیل مراسمو د امنیت لپاره چې د جولای په ۲۶ نېټه به ترسره شي امنیتي اندېښنې شته او ورته کلکې تیاریانې روانې دي.
Forum