لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ویلي، آي ایم ایف نه لږ تر لږه د دریوؤ کالو نوي پور اخستو ته اړتیا لري


د پاکستان د خزانې مرکزي وزیر محمد اورنګزیب وایي پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف څخه لږ تر لږه د دریوؤ کالو د پور نوي پروګرام ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

کراچۍ کې د سټاک ایکسچینج له لوري راجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وینا کې د خزانې وزیر ویلي چې د پاکستان پلاوی به آي ایم ایف اؤ ورلډ بینک سره مذاکراتو لپاره په 14م او 15م اپریل واشنګټن ته ځي اؤ هلته به د پور د نوي پروګرام په څرنګوالي خبرې کوي.

نوموړي ویلي د پور په دې نوي پروګرام به بشپړه خبرې بیا وروسته په پاکستان کې کیږي.

محمد اورنګزیب ویلي، د آي ایم ایف شرطونه د ملک لپاره غوره دي اؤ دا به هغه وخت د پور وروستی پوګرام شي چې مونږ اسټرکچرل پالیسۍ خپلې کړو.

د خزانې وزیر ویلي دا مهال مون خپل ټول پام مالي چارو ته ګرځولی اؤ پوهه یو چې څه کول پکار دي اؤ ولې پکار دي؟

هغه ویلي چې آي ایم ایف سره د مامورینو په کچه تړون د نګران حکومت د منظمو ګامونو له امله ممکن شوی دی اؤ د نګران حکومت په دوره کې مالي چارې غوره شوي دي.

نوموړي ویلي چې د نجکارۍ د پلان په اساس به خساره کې روانې ادارې شخصي څانګې ته ورکولی شي اؤ د پي‌ آي ای نجکاري اؤ د ایرپورټ له منعې ویستل په خاص پړاؤ کې دي اؤ هڅه روانه ده چې د جون تر میاشتې د پي آي ای نجکاري سرته ورسولی شي.

پاکستان دا وخت د ګرانۍ، د روپۍ د ښکته غورځېدونکي قدر، زر مبادلې د کمي او د بهرنیو قرضونو د دروند بوج سره مخ دی او اقتصاد پوهان وايي دې هېواد سره د اي اېم اېف پرته بله لاره نشته.

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان د زر مبادلې ذخيرې په چټکیتا سره مخ په ښکته روانې دي، د اپریل میاشت کې د بانډونو په مد کې 1 ارب ډالر قرض بېرته ستنول وي، د بجلۍ د څانګې ګردشي قرضې د 27 اربه روپو څخه اوښتي دي او د انرژۍ په نرخونو کې د پرله پسې اضافې له کبله ګراني سېوا کېږي.

ډاکټر ساجد امين، اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امین ډیوه ته ویلي، دا وخت د پاکستان د زر مبادلې ذخيرې خوا شا اته نيم اربه ډالره دي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ورته 24 اربه ډالره قرضې بېرته ستنول وي.

هغه وایي بېرته ستنوونکې قرضې د پاکستان د زر مبادلې د ذخېرې نه درې چنده زیاتې دي "او مونږ سره دومره پېسې نشته نو ځکه د پاکستان سره له آي اېم اېف پرته بله چاره نشته"

اقتصاد پوهه اشفاق حسن خان وايي پاکستان د کال 1988 راهیسې په پرله پسې توګه د آي اېم اېف په پروګرامونو کې شامل پاتې شوی دې خو بيا هم اقتصادي ثبات ته ونه رسېدو.

وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین سره خبرو کې کې هغه ویلي، د آي اېم اېف پروګرام داسې نه وي جوړ چې ورسره په يو هېواد کې ترقې او څوکالي راشي.

د هغه په وینا "د آي اېم اېف پروګرام په بنيادي توګه انحصاريت پېدا کوي او د غړو هېوادونو دغه انحصاريت سېوا کوي چې داسې هغوي يو یا بل اړخ ته نه شي کتلی"

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د حکومت سمبالولو څخه سمدستي وروسته خپلې اقتصادي ډلې ته چې مشري یې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزیب کوي، وېلي وؤ چي د نړیوالې مالياتي ادارې سره د يو بل اوږد مهاله قرض پروګرم ترلاسه کولو لپاره خبرې پېل کړي.

د پاکستان حکومت لا نه ده واضحه کړې چې د آي اېم اېف څخه به د اږود مهاله پروګرام لاندې څومره رقم اخستل غواړي خو امريکايي خبري ادارې بلومبرګ فرورۍ کې خپل رپورټ کې ويلي وو چې پاکستان له اي اېم اېف 6 اربه ډالره نوره قرضه ترلاسه کول غواړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG