لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د چین د پلټنو ځانګړې ډله د شانګلې د برید پلټنو کې له شوؤ پرمختګونو خبره کړې ده


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي شانګله کې په چینایي انجنیرانو د شوي ځانمرګي برید د پلټنو لپاره پاکستان ته د چین نه د رارسیدلې ځانګړې ډلې سره لیدنه کړې اؤ هغوي ته یې باور ورکړی چې دغه پېښه کې ککړ اصلي ملزمان به د قانون منګولو ته راکش کولی شي.

د پاکستان د جیو ټي وي د رپورټ له مخې د کورنیو چارو وزیر ښاغلی محسن نقوي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د چین سفارتخانې ته ورغلی اؤ دغلته یې د چین تحقیقاتي ډلې سره لیدنه کې هغوي د شانګلې د ځانمرګي برید پلټنو کې د شوؤ پرمختګونو اؤ پاکستان کې د چین د وګړو د تحفظ لپاره د اخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړي دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د چینایي انجنیرانو په قافله هغه وخت یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې دغه انجنیران د داسو ډیم په منصوبه کار کولو لپاره روان وؤ

په دغه برید کې د پینځوؤ چینایي انجنیرانو اؤ د هغوي د یو پاکستاني ډرایور له وژل کیدو وروسته چین پاکستان نه د خپلو وګړو د تحفظ اؤ ددې پېښې د پلټنو غوښتنه کړې وه.

تر دې پېښې وروسته د چین نه د پلټنو لپاره د چینایي تحقیقات کوونکو یوه ځانګړې ډله هم پاکستان ته رارسیدلې ده تر څو پاکستاني چارواکو سره د همکارۍ ترڅنګ په په ازاده توګه ددې ځانمرګي برید پلټنې وکړي.

پاکستاني رسنۍ وایي د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چین تحقیقاتي ډلې سره د دې پېښې د پلټنو په اړوند غږیدلی اؤ هغوي یې دې لړ کې د شوؤ پرمختګونو نه خبر کړي‌ دي.

پاکستاني مامورینو د شورو، چهارشنبې، په ورځ ویلي وؤ د هغه ځانمرګي حمله کوونکي د جسد ډي اېن ای ټېسټونه کولی شي چې د چینايي موټر سره یې خپل موټر جنګولی و.

د چین د پلټنو ځانګړې ډلې سره خبرو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي نقوي هغوي ته باور ورکړی چې پاکستان کې به د چین د وګړو تحفظ باوري کولی اؤ د شانګلې برید کې ککړ اصل ملزمان به په هر صورت کې د قانون منګولو ته راکش کولی شي.

تر دې وړاندې پېښور کې د ایف سي ځواکونو د مرکز څخه د لیدنې په مهال د کورنیو چارو وزیر ویلي وؤ ترهګر اؤ د هغوي همکاران به پاکستان کې د پټېدو لپاره هیڅ ځای ونه مومي اؤ ریاست به د امنیت ټینګولو لپاره تر هر حده ګامونه اخلي.

د شانګلې له برید وروسته په تربیلا غازي هري پور کې د بجلۍ جوړولو یوې چینايي کمپنۍ تر نامعلومه نیټې پورې د کار بندولو اعلان کړی ؤ اؤ اوس د تربیلا ډیم نه وروسته په داسو اؤ دیامر بهاشا ډیم هم نزدې 991 چینایي انجنیرانو کار ودرولی دی.

پاکستان کې په چینایانو د بریدونو تاریخ

په پاکستان کې خوا وشا د 62 اربو ډالرو سرمایه کاريکونکي هېواد چین په وګړو د کال 2018 راهسې نزدې هر کال حملې کیږي: تفصیل یې داسې دی

په 26م مارچ 2024 بشام حمله کې پینځه چینایان ووژل شول.

په 13م اگست کال 2023 په ګوادر کې په چينايي انجينيرانو برید شوی و خو چارواکو ویلي وو په بريد کې مرگ ژوبله نه وه ‏اوښتې.

په 26م اپرېل ‏‎2022‎م کال د کراچۍ پوهنتون کنفوشيس انسټيټيوټ کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې په استادانو ځانمرګي برید کې درې استادان وژل شوي وو.

په 21م اپريل 2021م د کوټې په عالیشانه هوټل ځانمرګي بريد کې پينځه تنه وژل شوي وو دغه وخت چينايي سفیر هم په ښار کې موجود وو.

په 14مه جولاي 2021 د داسو په سیمه کې د چینايي انجینیرانو په لارۍ حمله کې نهه کسان وژل شوي وو.

په جون کال 2020 د کراچۍ په سټاک اېکسچېنج حمله کې درې امنیتي افسران او څلور بریدګر وژل شوي وو د مطبوعاتو تر مخه د ونډو په دغه بازار کې چینايي کمپنۍ 40 فیصده برخه لري.

په 11 می 2019 یوې بېلتون غوښتونکې ډلې په ګوادر کې په یو هوټل چې چینایان پکې اوسیدل برید وکړو خو چینایانو ته مرګ ژوبله نه وه شوې.

په نومبر 2018م کراچۍ ښار کې د چین په کونسلګرۍ برید کې څلور کسان وژل شوی وو.

په اګست یولسم 2018 د سویل لویدیځ بلوچستان په دالبندین کې په یو ځانمرګي برید کې درې چینايان ټپیان شوي وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG