واشنګټن – د اسرایلو پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې ځواکونه یې د غزې په شمال کې د خپلو عملیاتو له بشپړېدو وروسته له شفا روغتون څخه وتلي.
اسرایلي ځواکونو دغلته دوه اونۍ مخکې عملیات پیل کړي وو او د حماس په قومندانانو یې تور لګاوه چې د خپلو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له دغه ځای څخه کار اخلي.
د اسرایلو پوځ ویلي، چې دوی د روغتون په سیمه کې د حماس ۲۰۰ جنګیالي وژلي.
اسرایلو دغلته ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي دي.
د اسرایلي ځواکونو له وتلو وروسته د روغتون له ودانۍ څخه بهر او دننه مړي موندل شوي.
د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي، چې ده د غزې په جنوبي ښار رفع کې د پوځي عملیاتو پلان تصویب کړی.
رفع هغه سیمه ده چې د غزې د جګړې له امله ورته د غزې نیمايي خلک ورغلي دي.
نتن یاهو د یوې خبري غونډې پر وخت وویل، چې د اسرایلو پوځ تیار دی چې ملکیان وباسي او بشري مرستې ورسره وکړي.
خو د مخکینیو اعلانونو په څېر چې په رفع کې به عملیات ترسره کوي، هېڅ تفصیل نشته چې فلسطینیان به چېرې ځي.
د حماس پرضد د اسرایلو د عملیاتو له امله د غزې زیاتره برخه ویجاړه شوې.
رفع ته زیاتره خلک له نورو سیمو څخه ورغلي چې هلته خوندي پاتې شي.
د اسرایلو نېږدې ملګرې امریکا او نورو حکومتونو او ملګروملتونو په رفع کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه ښودلې که چېرې اسرایل له خپل پلان سره مخکې ولاړ شي.
نتن یاهو د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، چې اسرایل بل هېڅ ډول د خپل هدف ترلاسه کېدل نه ویني.
نتن یاهو وویل، "دا به وخت ونیسي خو دا به کېږي." هغه زیاته کړه، "مونږ به رفع ته داخلېږو او مونږ به هلته د حماس جنګیالي له منځه وړو. رفع ته له داخلېدو پرته بریا نشته او هلته د حماس د لمنځه وړلو پرته بریا نشته. دا د جګړې اصلي موخه ده چې زمونږ د ټولو بندیانو ازادول هم پکې دي."
نتن یاهو دغه خبرې د یکشنبې یا اتوار په ورځ لږ مخکې له دې چې دی د هرنیا عملیات وکړي وکړې.
د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس د یکشنبې یا اتوار په ورځ پا اېکس یا پخواني ټوېټر باندې لیکلي، چې په الاقصا روغتون باندې د اسرایلو په یو هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.
تېدروس په روغتونونو باندې د اسرایلو د عملیاتو د درېدو غوښتنه وکړه او دغه ډول د ناروغانو، روغتیايي پرسونل او بشري مامورینو ژغورنه یې وغوښتله.
اسرایلو د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې عملیات کول چې د اسرایلو او حماس ترمنځ په قاهره کې مذاکرات بیا پېلېدل.
اخوا په اسرایلو کې په لسګونو زرو خکو د اسرایلو د پارلمان مخې ته له یکشنبې تر نهې یا سې شنبې پورې د اسرایلو د حکومت پرضد لاریونونه پیل کړي او له حکومت څخه یې غوښتل چې له حماس سره تړون وشي، بندیان خوشي شي او نتن یاهو دې استعفا ورکړي.
دا د اسرایلو لخوا د جګړې د پیلېدو راهیسې د حکومت پرضد تر ټولو لوی لاریونونه دي.
Forum