لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي، علتونه یې څه دي؟


په لکي مروت کې د نامعلومه ډاکوانو د غلا يا ډاکې په وخت يو ډرايور وژل شوی او د ګاډو څخه په لکونو روپۍ تښتول شوي، او ځایی خلکو د دې پېښې ‏او ناامنۍ پرضد احتحاجي مظاهره کړې ده.

ځايي خلک وايي په سيمه کې د ناامنۍ نورې پېښې او وسله وال فعاليتونه هم سېوا شوي دي، خو پوليس ‏وايي حالات په قابو کې دي.‏

پولیسو پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، پېښه د لکي مروت پیزو سیمه کې د خېبرپښتونخوا او کراچۍ ترمینځ په انډس هایي وی شوې ده. ‏

پولیس وايي په پېښه کې وژل شوي تن پېژندګلو د محمد حاجي مسید په نوم شوې چې تړاو د جنګ ځپلې سیمې بر جنوبي وزیرستان سره دی.‏

د احتجاج یو ګډوان وال او ټرانسپو ټرانو د اتحادیي یو غړي وقاص مروت په خبره، د شپې پرمهال نامعلوم کسان راغلي په لسګونو ګاډو او ډریورانو نه په ‏لکونو روپۍ، جامې او زیاتره پکې د اختر د پاره سامانونه اخستي او وړي دي. ‏

هغه وويل، دا زیاتره ډايوران دي چې ټول کال یې مزدوري کړې اختر ته کلي ته روان وو چې دا د مزدرۍ پېسې ترې لوټل شوي دي. ‏

وقاص مروت وي او اې سره یوه ویډیو شریکه کړې چې پکې یو ډرایور وايي نیزدې ‏‎25‎‏ کسان وو دوی ته یې لاره بنده کړې وه د سړک دواړو خواو ته په ‏لسګونو ګاډي ولاړو په نور کسانو یې سخت تشدد وکړو یو ډرایور ورسره لږ تکرار وکړو هغه یې فورا ووژولو، نه خو پولیس وو او نه ورته په وخت ‏رسېدلي ځکه دوی ټول لوټ کړل شوي دي.‏

خو د لکي مروت پولیس چارواکي وايي، د پېښې اطلاع تر لاسه کېدو سره سم دې پېښې ځایی ته رسېدلي خو ډاکوان د وړاندې نه تښتېدلي وو.‏

پېزو تاڼه نیزدې پینځه کلو میټره فاصله کې له بايي باس سړک موقیعت لري.‏

انډس هايي وی د خېبرپښتونخوا او کراچۍ ترمینځ د ګاډو تګ راتګ لویه دو مخې تجارتي لاره ده چې ‏‎24‎‏ ساعته پرې ټریفک روان وي او شپې پرمهال ‏زیاتره د سامان نه ډک غټ ګاډي پرې لیدل کیږي.‏

د دغه لارې سر د افغانسان او پاکستان ترمینځ تجارتي لارې د خېبر طورخم، کرمې خیر لاچي، د شمالي وزیرستان غلام خان او د جنوبی وزیرستان انګور ‏لارې تړلې دي.‏

د دغه پېښې او په سیمه کې روانې د ناامني پېښو پرضد لکي مروت سیمه کې ځايي خلکو ولسي پاڅون کړی دی.‏

د مظاهرې پرمهال ځايي خلکو د امنۍ په پېښو اندیښنه څرګنده کړه او دغه پېښو غندنې ترڅنګ د امنیت د ټنګښت عوښتنه کوله. ‏

ځايي خلک چې د پېزو په ملټري ګروانډ سیمه کې راغونډ شوي وو، ويل یې، دوی په علاقه کې د عادي خلکو په څېر ژوند نه، او د ناامنۍ دې پېښو سخت ‏پریشانه کړي دي. ‏

د احتجاج یو ګډون وال طفیل مروت وویل دغلته ناامني په دومداره توګه سیوا کیږي مخنيوي د پاره هیڅ ګامونه نه اخستل کیږي. ‏

هغه وویل امنیتي ځواکونه په شمېره دومره سیوا دي چې په پوځي اډو، پوستو او تاڼو کې نه ځایی کیږي او د علاقې په سکولونو، کالجونو او د صحت په ‏مرکزو کې موجود دي، خو بیا هم علاقه کې په امنیتي ځواکونو بریدونو کولو سره ځايي خلک په کورونو کې د ننه وژل کیږي خلکو د سرونو غوڅ کولو سره ‏د برامتې او قلنګ سلسله روانه ده.‏

هغه وویل کله چې دغلته عملیات کیږي بیا د عملیاتو پرمهال عام ولس ته لارې او موبایل سروس بند کړي او ځايي خلکو کورونه ته ګولې ویشتل کیږي.‏

د لکي مروت د بیټني او مروت اتحاد مشر انعام مروت ویلي احتجاح د دوی ايیني او جمهوري حق دی خو بد بختانه چې کله دوی د ناامنۍ پرخلاف ‏احتجاج کوي پولیس په دوی د ترګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کوي. ‏

هغه وویل امنیت د ریاست زمه داري ده خو دغلته دوی ته ویل کیږي چې لښکرې جوړې کړې هغه ویلي دوی ته علاقه خالي کړي ټیکس دې نه غواړي بس ‏خلک په خپله د امنیت د پاره تګلاره جوړه وي.‏

هغه غوښتنه وکړه چې په دغې پېښه کې ککړ کسان دې زر تر زره مالوم کړل شي او سزاګانې دې ورکړي. ‏

لکي مروت ولې په هدف دی؟

د لکي مروت پولې د پنجاب میانوالي د پښتونخوا د نورو ضلعو کرک، بنو، جنوبي وزیرستان ټانک او ډیره اسماعیل خان سره لګېدلې دي.‏

په پېښور کې وتلی خبریال ناصر داوړ وویل دغلته نه یوازې د لکي مروت ځایي وسله وال د شمالي وزیرستان حافظ ګل بهادر ډله ، د بیټنو شاهین د ‏مسیدو او د پنجاب طالبان فعال دي چې لکي مروت کې بریدونه کولو وروسته پنجاب او نورو سیمو ته وتښتي. ‏

د لکي مروت د بیټني او مروت قام اتحاد مشر انعام الله وویل لکي مروت نه یوازې د ترهګري د مفرورانو د پاره خوندي ځاله جوړه شوې چې هر ورځ په ‏فېسبک پاڼو د وسلې لیږدلې د ګواښ ویډیو خپره وي خو د دغه ډلو پرضد هیڅ کاروايي نه کیږي. ‏

د لکي مروت سره تړاو لرونکي د پېښور بار وکیل او د لکي مروت ولسي پاڅون مشر فهیم مروت وویل په دې ورستیو کې په لکي مروت او شمالي ‏وزیرستان کې د تیلو او ګیس غټې ذخیرې موندل شوي، چې یو لوی هدف یې په دې قبضه کول دي. ‏

هغه وویل په دې حیران دي چې دغه ګېس پایپ لاین پنجاب ته په غځولو پروژه له کامیابۍ سره کار روان دی په هغه بریدونه نه کیږي خو د لکي مروت ‏ځايي خلک وژل کیږي. ‏

حکومتي غبرګون

د لکي مروت پولیس مشر طارق حبیب وايي داسې پېښې په هر ځایی کې کیږي خو د دې مطلب دا نه وي چې ریاستي واکمني ختمه شوې حالت په قابو کې ‏دي امنیت د پاره پکې پولیس سره امنیتي ځواکونه موجود دي او امنیت د ټینګښت او د خلکو خوندي کولو د پاره زیاتره بریدونه په پولیس کیږي پینځه ‏ورځې وړاندې هم دغلته پولیسو هم په دې ځایی د ناکې پرمهال نان کسټم ګاډي نیولي وو.‏

هغه وویل په علاقه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي په مهمو لارو ناکې لګول شوې او د شپې پرمهال پولیس ګشتونه کوي، او زیاته یې کړه خلکو سره ‏یې شخصي موبایل شمیره شریکه کړې او چې چرته ستونزه وي پولیس به هغه ځایی ته رسي.‏

دې تازه پېښې په اړه هغه وویل دا سیمه غريیزه ده خوا کې ورسره لویه ابادي او لکي سیمنټ فیکټري ده پولیسو پلټنې پیل کړي او په دې پېښه کې ککړ ‏کسان به مالوم کړي.‏

د پاکسان پوځ د وړاندې نه دا دریځ دی چې دوی ته د کوم ځایی نه وسله والو د شتون اطلاع کیږي پرضد یې کارووايی کوي او هیواد د ترهګرۍ نه پاکوي.

تیره ‏اوونۍ په سیمه کې د پوځ افسر جي او سي میجر جنرل زوالفقار علي بهټي د لکي مروت د سفر پرمهال د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې او ویلي وو دوی د ‏ناامنۍ پر وړاندې فرنټ لاین کردار ترسره کوي هغه د لکي مروت څخه د ترهګري د ختمولو هوډ ښکاره کړی وو.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG