لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ټي ډي: "د افغانستان نه راوستل شوی ګاډی په چینایانو ځانمرګي برید کې کارول شوی"


د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهګرۍ ضد څانګې [سي ټي ډي] دعوه کړې، شانګله کې په چينايي اينجينيرانو د ځانمرګي برید دپاره د بارودو ډک ګاډی د ‏افغانستان څخه د چمن په پوله راوستل شوی وو. خو د امنیتي چارو کار پوهان وايي د چمن څخه شانګلې ته په لاره په دومره ډېرو چيک پوستو ګاډی ‏رسول په خپله پوښتنې راپورته کوي.‏

په ‏‎26‎م مارچ شانګله کې په يوه قافله ځانمرګي برید کې پينځه چينايي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي وو، دغه قافله د اسلام اباد څخه په ‏کوهستان کې داسو کېمپ ته په لاره وه.‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د ترهګرۍ ضد پوليسو چارواکو ويلي، هغه کسان یې نيولي چا چې ځانمرګی بريد کوونکی د برید ځای ته رسولی، او د ‏بريد پلان کوونکي کمانډر د نيولو دپاره هڅې روانې دي.‏

پوليسو دعوه کړې، د ځانمرګي بريد کوونکي تعلق د افغانستان سره وو، او هغه د غرونو په لاره راوستل شوی او چې چا راوستی هغه تن هم نيول شوی ‏دی.‏

خېبرپښتونخوا کې د پوليس پخوانی لوړ پوړی چارواکی د امنیتي چارو کارپوهه اخترعلي شاه وايي، د چمن څخه شانګلې ته د باردو ګاډي رسېدل اسان ‏کار خو نه دی، او نه څوک پيادل تللي دي.‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "داسې کېدل په يو صورت کې ممکن کېدی شي چې د چمن نه تر شانګلې پورې په يوه چيک پوسته چيکنګ يا ‏تلاشي نه کيږي".‏

نوموړي زياته کړه، "د چمن نه شانګلې ته د بارودو ګاډی رسېدل ډېره غټه امنيتي ناکامي ده".‏

يو بل پخوانی لوړ پوړی پوليس چارواکی رحمت خان مسيد وايي، "د افغانستان سره د پاکستان ډېره اوږده پوله ده، په دې کې لارې ګودرې هم ډېرې دي ‏خو باوجود د دومره چيک پوستو او نورو امنيتي ګامونو، امکان کېدی شي چې د چمن نه شانګلې ته بشام ته ګاډی رسول شوی وي هغه په خپل ځای ‏ناکامي ګڼل کېدی شي خو دا کار د ځايي سهولت کارۍ نه بغېر نه شي کېدی".‏

سي ټي ډي دعوه کړې ، په ابتدايي پلټنو کې معلومه شوې د بارودو ډک ګاډی د چمن د لارې د افغانستان څخه ډېره اسماعيل خان ته رسول شوی، د هلته ‏نه چکدرې ته بوتلل شوی او يو ډرايور ته د درازندې څخه چکدرې ته د دغه ګاډي رسولو دپاره دوه لکه او پنځوس زره روپۍ ورکړل شوې وې.‏

بیا ویل شوي، دغه ګاډی په شانګله کې د يو پټرول پمپ سره نزدې لس ورځې ساتل شوی، خودکش بيا د حملې په ورځ ګاډي ته بوتلل شوی، او د ګاډي ‏بوتلونکی سهولت کار هم نيول شوی دی.‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د سي ټي ډي پوليس چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، ځانمرګي بريد کوونکي چې کوم موبايل سيم کارولو د ‏هغې په مرسته ګڼ کسان نيول شوي دي او څلور پکې د هغه سهولت کار هم شامل دي او د ټولو نه پلټنې روانې دي.‏

چين په خپلو وګړو بريد کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه کړې او پاکستان ويلي، په دغه لړ کې عمليات دوام لري. د رپورټونو ترمخه، د چين يو پلټنيز ټيم ‏پاکستان ته هم راغلی دی.‏

پاکستان ویلي، په چينايي اينجينيرانو بريد کې ککړ کسان به منطقي انجام ته رسوي او نن د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مرکزي وزيرانوسره د ‏داسو ډېم سفر هم کړی دی.‏

سي ټي ډي دعوه کړې، په چينايي اينجينيرانو برید کې ککړ نېټ ورک معلوم کړل شوی او د تحریک طالبان پاکستان سره ې تعلق دی. پوليس ويلي، د ‏حملې پلان جوړونکی حضرت بلال نومې وسله وال کمانډر دی او هغه په جولايۍ ‏‎2022‎م کې د داسو بس حمله کې هم ککړ وو.‏

تحریک طالبان پاکستان په يو بيان کې په شانګله کې په چينايانو د بريد څخه د لاتعلقۍ ويلي او د دغه بريد زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.‏

د 26م مارچ د برید وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین سفارتخانې ته ورغلی، د چین ‏سفیر ته یې باور ورکړی چې د پېښې په پلټنو کولو ‏سره به په دې پېښه کې ککړو کسانو او د هغوي کومک کوونکو ته عبرتناکه سزا ورکول کیږي.‏

د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ بيا د وزيراعظم په مشرۍ امنيتي غونډه کې، چې پکې د پوځ مشر جنرل عاصم منير هم ګډون کړی وو، وروسته په خبري ‏کانفرنس کې ويلي وو، د امنیت په غونډه کې وويل ‏شو چې د بشام د پېښې د پلټنو دپاره به ګډه کمېټي جوړول کيږي. ‏

خو په چينيايي اينجينيرانو برید کې ککړ کسانو د نیولو په اړه د سي ټي ډي په بيان کې نه دي ویل شوي چې په دغه کارروايۍ کې نورو کومو ادارو هم ‏مرسته کړې ده که نه ده.‏

رحمت خان مسيد وايي، سي ټي ډي اول دومره توان نه درلود خو اوس ورته وده ورکړل شوې ده، خو په داسې ډول پلټنو کې دوی په يواځې نه شي کولی چې ‏دومره غټه کارروايي وکړي، نورې ادارې به ورسره وي خو کېدی شي هغه بيا ځان نه ښکاره کول غواړي.‏

د نوموړي په وینا د چمن څخه او په نورو لارو نان کسټم پېډ ګاډي خېبرپښتونخوا ته بوتلل خو داسې ډول کاروايي د ځايي سهولت کارۍ څخه بغېر نه شي ‏کېدی.‏ ‎

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG