لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: هدفي پېښو کې یو پولیس افسر اؤ بل دیني عالم وژل شوي


د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې بیا دوه هدفي پېښې شوې چې پکې یو د مذهبي سیاسي ګوند د ضلعې دمالیاتو سیکتر او په بله پېښه کې د پولیسو یو افسر دهغه د کور مخې ته وژل شوی .

پولیس ددې پېښو پخلی کوي او وايي دا پېښې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشا او میر علي سیمو کې شوې دي .

د پولیسو په وینا د هدفي وژنو لومړۍ پېښه د ضلعې مرکزي ښار میرانشاه بازار کې شوې چې د نور اسلام نظامي په نوم یو دیني عالم پکې وژل شوی دی .

پولیس وايي نوموړي د میرانشاه بازار نه کور ته د روژه ماتي د پاره سامان اخستو چې نالوم کسان راغلي او په هغه یې ډزې کړې دي.

مذهبي ډلې جمعیت علما اسلام په دې پېښه د خفګان څرګندونه کړې او د ګوند د ضلعې ویاند جاوید نور ډيوه وویل پېښه کې وژل شوی دیني عالم د ګوند د ضلعې د مالیاتو سیکتر و،او د بلدیاتي ټاکنو پرمهال د غلام خان تحصیل د سیدګي سیمې د ویلج کونسل چیرمین منتخب شوی و.

هغه په دې پېښه ژوره اندیښنه څرګنده کړه چې په رڼا ورځ ووژل شو او قاتلان یې ونه نیول شول.

د میرانشاه پولیس تاڼې چارواکي سمدستي د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

پولیس وایي د وژل شوي تن کورنۍ په چا دعوېداري نه ده کړې او نه پولیسو ته یې د شخصي دښمنې په اړه څه مالومات په لاس ورغلي دي .

امکان ښودل کیږي چې دا په شمالي وزیرستان کې روان د هدفي پېښو تسلسل دی.

چارواکي وايي بله پېښه ماښام وروسته د میر علي تحصیل په عیسو خېل سیمه کې شوې چې پکې د پولیسو یو افسر د هغه د کور مخې ته وژل شوی دی.

د میر علي پولیس تاڼې چارواکي وايي سمیع الله نومي پولیس انسپکټر ماښام د کور مخې ته نامالوم کسانو په هدف توګه ویشتلی دی.

د دوی په وینا نوموړی پولیس کې انسپکټر و او دې نه وړاندې یې د بیلا بیلو تاڼو مشري هم کړې او تیر ماښام له ډیوټي کولو وروسته کور ته ستون شوی و.

تر دې مهاله د دې پېښو ذمه داري چا پغاړه نه ده اخستې خو د پولیسو وینا ده دا د ترهګري پېښه ده .

په شمالي وزیرستان کې تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د ځايي خلکو د هدفي وژنو پېښې په دوام داره توګه روانې دي .

مجید بابر داوړ نومي تن په ټویټر لیکلي تر ضرب عضب عملیاتو وروسته په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو دا ۸۵۷ پېښه ده چې پولیس افسر سمیع الله پکې وژل شوی دی.

هغه ویلي خلک پوښتنه کوي چې د ضرب عضب عملیاتو ولس ته څه ګټه شوې ده؟

د هدفي پېښو پرضد د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې احتجاج د تېرې مې میاشتې نه دوام لري چې پکې دوی یوازینۍ د امن غوښتنه کوي .

اتمانزئ جرګه دعوه کوي چې د ضرب عضب عملیاتو وروسته د زرګونو په شمیر مشران، دیني علیمان، سیاسي فعالان او ځوانان په هدفي پېښو کې وژل شوي .

د مړو دا شمیرې په حکومتي کچه نه دي تایید شوي او پولیس وايي زیاتره خلک په شخصي دښمنیو کې سره وژنې وکړي اؤ هغې ته بیا د هدفي وژنو نوم ورکوي.

خو د شمالي وزیرستان نه د هدفي وژنو زیاتې پېښې رپورټ کیږی چې پخلی یې په خپله حکومتي چارواکي هم کوي .

دې تازه پېښو په خلکو کې سختې اندیښنې را پارولې دي او سخت غبرګونونه یې ورته ویلي.

د علاقې نه د قامي پارلیمان پخواني غړي او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ ویلي وزیرستان سوځي، ترهګري د خلکو تر کورونو رسېدلې خو ریاست د ولس په خوندي کولو کې ناکام دی.

د قامي پارلیمان بل پخواني غړي علي وزیر ویلي، په شمالي وزیرستان کې د مولانا نور اسلام او د پولیس افسر سمیع الله وژنه د ریاست په مخ یوه توده څپېړه ده.

هغه ویلي په پښتني سیمو کې پوره د منصوبې سره د ډالرو ګټلو او غلا کولو د پاره ترهګري او ګډوډي خپریږي. چې د ډالرو تر لاسه کېدو سره د دې ځایی وسایل ولوټل شي.

خبریال ګوهر وزیر وايي دا هدفی وژنې پۀ دې معنا دي چې دلته څوک هم محفوظ نۀ دي او بیا پۀ خاصه توګه هغه خلک چې نظر لری او د خپلو وسایلو او ستونزو نه خبر دي او د حل لارې یې هم ورته معلومې دي.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې په کال ۲۰۱۴ کې عملیات کړي وؤ او پوځ دعوه کوي چې د عملیاتو په پایله کې وسله والو ته پراخه ضربونه لګول شوي چې د وسله والو ملا یې ماته کړې ده.

په شمالي وزیرستان کې د روانې ناامنۍ تور د پاکستان پوځ په حافظ ګل بهادر ډلې پورې کوي او وايي د پولې پورې غاړي افغانستان څخه دغلته بریدونه کوي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي دي اؤ ترهګري یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG