لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سینیټ په 19 څوکیو شوؤ ټاکنو کې 18 حکومتي ایتلاف ګټلي دي


د سینیټ په 30 خالي شوؤ څوکیو کې په په 19 څوکیو ترسره شوؤ ټاکنو کې پاکستان پیپلز ګوند تر ټولو زیاتې 11 اؤ مسلم لیګ (ن) 6 څوکۍ ګټلي اؤ ددې ترڅنګ د سیند نه ازاد امیدوار فیصل واوډا هم سینیټ ته بریالی شوی دی.

د اسلام اباد نه د ټیکنو کریټ په څوکۍ خارجه وزیر اسحاق ډار د سینیټ غړی منتخب شوی دی.

هغه 222 رایې اخستي اؤ مخالف کاندید یې راجا عنصر محمود 81 رایې ترلاسه کړې دي.

د پاکستاني رسنیو له مخې د نهې - سه شنبې په ورځ په دغه څوکۍ د پارلیمان 310 غړو خپلې رایې کارولي چې پکې 7 رایې مسترد کړل شوي دي.

همدا شاان د اسلام اباد په عمومي څوکۍ رانا محمود الحسن 224 رائ ترلاسه کړي اؤ بریالی شوی دی مخالف کاندید یې فرزند علي 79 رایې اخستي.

د سیند صوبې په 12 څوکیو د 20 کاندیدانو ترمنځ مقابله شوې چې پکې 10څوکۍ پاکستان پیپلز ګوند،یوه متحده قومي موومنټ اؤ یوه ازاد امیدوار ګټلې ده.

په عمومي څوکیو د پیپلز ګوند اشرف علی جتوي، دوست علی جیسر، کاظم علی شاہ، مسرور احسن، ندیم بوټو، د ایم کیو ایم عامرچشتي او ازاد کاندید فیصل واوډ سینټران غوره شوي دي.

د ښځو په ځانګړو څوکیو د پاکستان پیپلز ګوند قرة العین مري 59 اؤ روبینه قایم خاني 58 ریاې ترلاسه کړي اؤ سینیټ ته کامیابې شوې دي.

د ټیکنو کریټانو په څوکیود پیپلز ګوند سرمد علی 59 او بیرسټرضمیر ګھمرو 58 راي واخستې اؤ کامیاب شول.

د اقلیتونو په څوکۍ د پاکستان پیپلز ګوند پنجومل بهیل سینټر غوره شوی دی.

د پنجاب صوبې څخه د سینیټ 12 څوکۍ خالې شوې وې چې هغې کې 7 کاندیدان پرته له مقابلې سینیټران منتخب شوي ؤ اؤ په پینځوؤ څوکیو پرون ټاکنې شوې دي.

د لاهور نه د ټینکنو کریټانو په څوکۍ محمد اورنګزیب 128 اؤ مصدق ملک 121 راي اخستي اؤ بریالي شوي دي.

د ښځو په ځانګړو څوکیو د مسلم لیګ (ن) انوشه رحمان 125 اؤ بشرا بټ 123 رایې اخستي اؤ دسینیټ غړې منتخب شوې دي، د سني اتحاد کونسل صنم جاوید 102 راي اخستي اؤ 6 رایې مسترد شوې دي.

پنجاب اسمبلۍ د سینیټ په اقلیتي څوکۍ د مسلم لیګ (ن) خلیل طاهر سندهو رای واخستې اؤ بریالی شو اؤ د سني اتحاد کونسل اصف عاشق بیا 99 رائ ترلاسه کړي اؤ 4 رائ یې مسترد شوې دي.

د خېبر پښتونخوا په 11 څوکیو انتخابات ځنډول شوي دي .

خېبر پښتونخوا صوبه کې سوګند نه کوونکو غړو الیکشن کمیشن ته عریضه کړې وه چې د یاد کمیشن د وینا باوجود هغوي ته سوګند نه ورکول کیږي نو ځکه په دغه صوبه کې دې د سینیټ ټاکنې وځنډول شي، دغو غړو پخپل خواست کې غوښتنه کړې ده چې وړومبی دې هغوي ته سوګند ورکړل شي بیا دې د سینیټ ټاکنې وشي.

د بوچستان اسمبلۍ څخه د سینیټ 11 کاندیدان پرته له مقابلې سینیټ ته بریالي شوي دي.

پاکستان کې سینیټران د شپږو کالو لپاره ټاکل کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG