د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو لخوا په استخباراتي شبکو عدالتي چارو کې د لګول شوؤ تورونو وروسته پاکستاني مطبوعات وایي چې د اسلام اباد اباد هایکورټ چیف جسټس اؤ 7 نورو ججانو ته په مرموزو پاوډرو لړلي د ګواښونو خطونه لیږل شوي دي.
تربېون رسنۍ وایي د اسلام اباد هایکورټ چیف جسټس عامر فاروق ددې خطونو ترلاسه کېدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دوي ته د پاوډرو نه ډک خطونه ترلاسه شوي دي.
هغه ویلي چې نن اورېدنه کې د ځنډ یو علت دا هم و چې دغه خطونه ورته ترلاسه شوي اؤ زیاته کړې یې ده چې ددې خطونو له لارې په بنیادي توګه هایکورټ ګواښل شوی دی.
پاکستاني مطبوعاتو د سرچینو له خولې ویلي چې د خطونو ترلاسه کېدو نه وروسته د اسلام باد د پولیسو مشر یا آي جي اؤ د امنیت ډي آي جي په سمدستي توګه هایکورټ ته بلل شوي اؤ ججانو ته ترلاسه شوي خطونه د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي ته سپارل شوي دي.
تربیون ورځپاڼې لیکلي د دوؤ ججانو عملې چې دا خطونه پرانستي نو دننه پکې پاوډر وؤ اؤ له خطونو پرانستو وروسته د هغوي سترګو سوی یا سوځېدل شورو کړي خو سمدستي هغوي بیا سینیټایزر کارولي اؤ مخ لاسونه یې وینځلي دي.
پاکستاني مطبوعات وایي چې ججانو ته ددې خطونو ترلاسه کېدو نه وروسته د ماهرینو ډله اسلام اباد هایکورټ ته رسېدلې اؤ ددغه پوډرو ارزونه یې پیل کړې ده.
مطبوعاتو د عدالتي سرچینو له خولې ویلي چې په خطونو کې دننه د ویرولو یا ګواښونو نخښې هم جوړې وې اؤ وایي دا خطونه د یوې ښځې له لوري چې ججانو ته لېږل شوي چې دغه ښځې پکې خبل درک نه دی ښودلی.
د خطونو لېږدونکې ښځې نوم ریشم اؤ د مېره نوم یې وقار حسین ښودل شوی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د اسلام اباد هایکورټ شپږو ججانو تېره اوونۍ دسپریم کورټ چیف جسټس ته خط لیکلی اؤ پکې یې د هیواد په اسخباراتي شبکو عدالتي چارو کې د لاس وهنې اؤ د ججانو د ویرولو ترهولو سنګین تورونه لګولي دي.
د اسلام اباد هايکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز لخوا چیف جسټس ته په لیږل شوي خط کې په عدالتي چارو کې د استخباراتي شبکو د لاسوهنې په سر د جوډيشل غونډې رابللو غوښتنه شوې دهه.
د ججانو په خط کې د استخباراتي ادارو په عدالتي چارو يا ججانو اثر اندازه کېدو دعوه شوې اؤ ویل شوي چې په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.
د پاکستان سپریم کورټ اوړمه ورځ له خپله انده د ججانو لخوا د لیکل شوي خط نوټس اخستی اؤ ددغه قضیې د اورېدنې لپاره یې یو اووه کسیزه بینچ ټاکلی دی چې نن د شورو په ورځ ددې قضیې اورېدنه کوي
Forum