لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو فلسطینی امریکايي ډاکټر د اسرایلو او حماس د جګړې په اعتراض له بایډن سره له غونډې وتلی


واشنګټن - یو شمېر امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې یو فلسطینی امریکايی ډاکټر د ولسمشر جو بایډن او د مسلمانو رهبرانو له هغې غونډې د اعتراض په بڼه وتلی چې د نهې یا سې شنبې په ماښام شوې وه.

دا پېښه وروسته له هاغې شوې چې د مسلمانانو دغې ډلې د یوې روژه ماتي لپاره د سپینې مانۍ بلنه هم رد کړې وه.

دا پېښه د اسرایلو او حماس له جګړې څخه د بایډن د ملاتړ له امله په امریکا کې د عرب امریکایانو د ټولنې قهر او غوصه څرګندوي.

ډاکټر سیر احمد د بیړنۍ څانګې ډاکټر دی چاچې د جګړې پر مهال په غزې پټۍ کې کار کړی.

دی د مسلمانو رهبرانو په هغې وړې ډله کې و چاچې له بایډن، مرستیالې ولسمشرۍ کمېلا هېرېس او د وایټ هوس له نورو چارواکو سره د نهې یا سې شنبې په ورځ د دې لپاره کتلي وو چې د اسرایلو او حماس د جګړې په اړه د بایډن د ادارې پر چلند ورسره بحث وکړي.

احمد له امریکايي ټي‌ وي سي ان ان سره په مرکه کې ویلي،‌ دی لومړی کس و چې بایدن ته یې خبرې وکړې او هغه ته یې وویل، "زه د هغې ټولنې یم چې ځورېږو، مونږ غمجن یو او زمونږ زړه د هغه څه له امله مات شوی چې په تېرو شپږو میاشتو کې تېرېږي."

هغه وویل چې هغه بیا وروسته بایډن ته وویل، دی پلان لري چې له غونډې ووځي د خپلې ټولنې او د فلسطینیانو د "درناوي لپاره" څوک چې په غزه کې زیانمن شوي او وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG