واشنګټن – اسرایلو د جمعې په ورځ ویلي، دوی داسې ګامونه اخلي چې غزې پټۍ ته د بشري مرستو رسېدل اسانه کړي چې شمالي غزې ته د مهمې سرحدي لارې پرانېستل هم پکې شامل دي.
په دغو موقتي ګامونو کې د ایریز لارې بیا خلاصول او د اشداد بندر کارول هم دي.
د ایریز لاره غزې ته د مسافرو د تګ راتګ لپاره یواځینې لاره ده.
د اردن د مرستو جوپې به هم له همدې لارې دننه کېږي.
د وزیر اعظم دفتر په یو بیان کې ویلي، "دغه زیاته مرسته به د بشري ناورین مخه ونیسي او دا ضروري ده چې د جګړې دوام باوري شي تر څو د جګړې اهداف ترلاسه شي."
په بیان کې دا نه دي راغلي چې په کومه اندازه او کوم شیان به غزې ته پرېښودل کېږي.
د اسرایلو د جمعې د ورځې اعلان د نتن یاهو او د امریکا د ولسمشر جو بایډن ترمنځ د سختو ټیلیفوني خبرو وروسته شوی.
بایډن د اسرایلو وزیر اعظم ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې له حماس سره د اسرایلو په جګړه کې د امریکا ملاتړ به دې پورې تړلی وي چې اسرایل په غزه کې د ملکیانو او د مرستندویه کارکونکو د ژغورنې لپاره چې کوښښ کوي هلته خوراکي توکي راوړي کوم نوي اقدامات کوي.
د اسرایلو په هوايي بریدونو کې د اوو مرستندویه کاروکونکو له وژل کېدو وروسته وایټ هاوس وايي، چې بایډن د اسرایلو رهبر ته په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې "په مرستندویه کارکونکو او په ټوله کې په بشري حالت باندې د منلو وړ نه دی."
وایټ هاوس ویلي، بایډن د ملکیانو د ژغورنې او په دې نېږدې شپږمیاشتنیۍ روانه جګړه کې د "یو بیړني اوربند" په برخه کې د نویو اقداماتو غوښتنه کړې.
اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په برسلز کې خبریالانو ته وویل، "که مونږ هغه بدلونونه و نه وینو چې مونږ یې غواړو نو بیا به زمونږ په پالیسې کې بدلون راځي."
خو کله چې د سپینۍ مانۍ په یو خبري کانفرانس کې د ملي امنیت له سلاکار جان کربي څخه وپوښتل شول چې ایا امریکا به په اسرایلو باندې پوځي مرستې بندې کړي نو هغه وویل،
"زه نه غواړم په هغو پرېکړو خبرې وکړم چې له شوي نه دي خو ځینې شیان شته چې باید وشي. هلته ډېر زیات ملکیان وژل شوي دي."
کله چې له کربي څخه د فلسطینیانو د ژغورلو په برخه کې د اسرایلو د ګامونو د وخت په اړه وپوښتل شول نو هغه وویل،
"مونږ تمه لرو چې له اسرایلو څخه به په ساعتونو او ورځو کې ځینې اعلانونه وشي خو زه غواړم چې د هغوی حق ته درناوی ولرم چې دا بهیر په خپله تنظیم کړي."
امریکا چې د اسرایلو مهم ملګری دی په دوامداره توګه له حماس سره په جګړه کې د اسرایلو ملاتړ کړی.
حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، د اسرایلو په وینا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.
اسرایلو په غبرګون کې په غزه باندې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه پکې تر ۳۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
اسرایل وايي، په وژل شویو فلسطینیانو کې څو زره ترهګر هم شامل دي.
Forum