لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د لوړو زده کړو کلنۍ بودیجې نه 24 بیلینه روپۍ شوکول شوي، څېړونکي وایي د پوهنتونونو مالي ستونزې به ورسره زیاتې شي


پاکستاني مطبوعات وایي، د لوړو زده کړو مرکزي وزير خالد مقبول صدیقي د قامې اسمبلې د يو غړي پوښتني ته په ليکلي ځواب کې ويلي چې د قامې پرمختيا نومې ادارې ‘‘ايس ایي ايف سي‘‘ د لوړو زده کړو د کلنۍ بوديجي نه څلورويشت بيلينه روپۍ شوکول شوي دي.

څيړونکي وایي د وړاندي نه له مالي بحران سره مخ سرکاري پوهنتونونه به د دي ګام سره د نورو سختو مالي ستونزو ښکار شي.

د تعليم مرکزي وزير خالد مقبول صديقي پخپل لیکلي ځواب کې ویلي، د کال 2018م راهيسې د اعلا تعليم د65 بيلینه روپو کلنۍ بودیجه په ځاي ولاړه ده او هيڅ زياتي پکي نه دي شوی.

هغه د اسمبلي له غړو غوښتنه کړې ده چې دغه کلنۍ بودیجه باید 125بیلینه روپو ته لوړولو کې مرسته وکړي.

د اتلسم ایيني بدلون وروسته پنجاب او سیند صوبو خپل د لوړو زده کړو کمیشنونه جوړ کړي خو پښتونخوا او بلوچستان داسي نه دي کړي او د دي صوبو سرکاري پوهنتونونه اوس هم د خپل مصرف دپاره د مرکزي حکومت په کميشن ګزاره کوي.

د پيښور پوهنتون د استاذانو د اتحادي مشر ډاکټر عزیر وایي، د سرکاري پوهنتونونو مالي حالت ډير خراب دی او ورځ تر بلې نور هم خرابيږي .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، د لس دولسو کالو نه مونږ ته چې به د ايچ اي سي اسلام اباد نه کوم بجټ راکړل کېدو هغه ورځ تر بلي کميږي.

د نوموړي په خبره "او اوس پکي دوه مياشتي مخکي ليټر شوی دی، هغوي د کليز بجټ نه د پیسو شوکولو ويلي دي چې د راروان کال نه يعني چې کوم نوی مالي کال دی مونږ به يونيورسټیو ته صوبایي چې کومي يونيورسټي دي هغي ته به يوه روپۍ بجټ نه ورکوو"

بل لوري ته د اعلا تعليم د کلني بجټ کمولو په خبر د لوړو زده کړو وزات خپل يو تازه بيان کې ويلي دي چې قامي پرمختيایي اداره يا ‘ايس اي ايف سي‘ د اعلا تعليم په مالي چارو کې هيڅ ډول واک اختيار نه لري او نه محکمي د بجټ کمولو اراده لري.

خېبر پښتونخوا کې د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي مني چې دا وخت د صوبي سرکاري يونيورسټۍ د مالي ستونزو ښکار دي اؤ وایي په دې لړکې د ځني انتظامي کوتاهیو ترڅنګ بله لويه مسله د مرکز لخوا د پښتونخوا صوبي د 1500 اربه روپو نه سيوا ورپوي پيسي نه ورکول دي۔

د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر مینا خان اپریدی وي او ای ډیوه ته وایي"د خېبر پښتونخوا يقينا زياتره يونيورسټي په ډيفسټ کې دي او کله چې ما چارج واخستو او بريفنګ راته راکړل شو نو ماته په هغي وخت دا پته ولګيده"

هغه وایي د خېبر پښتونخوا حکومت به ډیر زر یوه کمیټي جوړه کړي اؤ د صوبي په کچه به د لوړو زده کړو وزارت له ماهرینو څخه د ستونزو د هواري په اړه رائ اؤ تجویزونه وغواړي.

خېبر پښتونخوا کې دا وخت 34 سرکاري پوهنتونونه دي، د تعليمي چارو پوهان وایي، پښتونخوا کې په سياسي بنيادونو حکومتونو د خپلو ذاتي لنډ مهاله ګټو دپاره يونيورسټۍ جوړي کړې دي او د صوبي دومره مالي حيثيت نشته چې اوس دغه بوج برداشت کړي.

د څېړونکو په اند پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په پوهنتونونو کې د تعليم نه زیات لګښتونه د ودانيو په امنیت او نورو چارو کيږي.

د باچا خان يونيورسټۍ پخواني وايس چانسلر فضل رحیم مروت ډیوه سره خبرو کې وایي :

"چې حساب وکړې نو زما خيال دی د هغه پوهنتون پيسي او د سيکورټي پيسي کله د خاردار تار هغه چرته نه راځي او بيا په هغي باندي لايټونه، بيا کيمري بيا به توپې اخلي، کلاشنکوفي به اخلي مطلب دا چې دا ټول څيزونه د علم په لاره کې خنډ جوړيږي او د تعليم په لاره کې خنډ جوړيږي."

څيړونکي وایي دلته حکومتي چارواکي داسې فکر کوي چې ګنې يونيورسټۍ د امدن ذريعه ده خو وایي ټوله نړۍ کې پوهنتونونو ته حکومتونه درانه فنډونه ورکوي ځکه چې يونيورسټۍ د يو هېواد په پرمختګ کې لویې کردار لوبوي او بيا په وروستو پاتي ملکونو کې خو اعلا تعليم ته ډېر پام ورکول پکار دي.

د سرکاري يونيورسټو استاذان وایي د تعليم مرکزي وزير چې د اسمبلي نه کوم د يو سل اؤ پنحه ويشتو بلينه روپو د منظورۍ غوښتنه کړې ده دغه پیسې د سرکاري يونيورسټیو د مالي بځران قابو کولو دپاره ډيرې کمې دي اؤ وایي د500 بلينه روپو سره به دغه بحران باندې قابو موندل ممکن شي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG