د امریکا صدر جو بایډن د نیټو د اتحاد د 75 مې کلیزې او په اتحاد کې د دوه نویو غړو هېوادونو سویډن او فنلېنډ د شاملېدو هرکلی کړی دی.
د امریکا صدر جو بایډن د زیارت پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، نېټو د نړۍ د تاریخ تر ټولو ستر پوځي اتحاد دی خو دا په حادثاتي توګه نه دی جوړ شوی نه د مجبورۍ په حالت کې، بلکې دا نسل په نسل دې ځای ته رسیدلی.
"امریکا او زمونږه ملګري اتحادیان د ازادۍ لپاره دریدلي او د یرغلګرو پر ضد د دوي په وروستو ټیله کولو لپاره د را یوځای کیدو انتخاب کړی."
د امریکا د صدر د نېټو پنځه اویا کلنې مبارزې د سالګرې مبارکي ورکړې او په اتحاد کې یې د سویډن او فنلېنډ هېوادونو ورګدېدلو ته هرکلی په داسې وخت ویلی چې د زیارت – پنجشنبې په ورځ په برسلز کې د خارجه وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په مهال د نیټو غړو ژمنه کړې ده چې د روس د بریدونو پر ضد به د اوکراین هوايي دفاع کې مرسته زیاتوي.
د نیېټو دا غونده په داسې حال کې هم مهمه ګڼل کېږي چې د اوکراین سره د نیټو د مرستې باوجود روس د جګړې په میدان کې لاسته راوړنې جاري ساتلي او د اوکراین په ښارونو یې د ډرون او میزایلونو ورولو ته دوام ورکړی.
د زیارت په ورځ چې د نېټو غړو د اوکراین سره د مرستو جاري ساتلو ژمنې کولې د اوکراین په شرقي ښار خارکیف برید کې د روس په یو برید کې څلور کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل کړی شوي وو.
د نېټو سیکټري جنرل
د نیټو سیکټري جنرل ینز سټالټنبرګ د اوکراین سره په دفاعي مرستو زیاتولو زور راوړی او د غونډې په وخت یې د مرستو سنجیده اندازې لګولي.
"د جنګ د میدان حالات تراوسه سنجیده دي – اوکراین ته د نورې دفاع ، نورې وسلې او نور امداد ضرورت دی – اتحادیان به اوس بیرته ځي او خپلو مرستو ته به کتنه کوي چې وبه ګوري که نورې لارې وي چې دوي ته په خاصه توګه د پیټریاټ په شمول نور نظامونه ورکړی شي"
له نېټو نه د اوکراین تمې
د اوکراین د خارجه چارو وزیر دیمتري کولېبا د نیټو اتحادیانو ته د دفاعي امداد زیاتولو اپیل کړی او د امریکا نه یې د خصوصي هوايي دفاعي میزایلي نظام پیټریاټ خواست کړې دی.
"د اوکراینیانو د ژوندونو حفاظت، د اوکرینیانو د اقتصاد حفاظت او د اوکراین د ښارونو حفاظت په اوکراین کې د پیټریاټس او د نورو دفاعي نظامونو په شتون پورې اړه لري – او مونږه بیا په پیټریاټس ځکه خبره کوو چې دا یواځینی نظام دی چې د بېلېسټک میزایلونو مخه نیوی شي – یواځې د مارچ په میاشت کې په اوکراین ۹۴ بېلېسټک میزایلې ویشتل شوي دي.
د اېنتني بلېنکن وینا او کانګرس
د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د زیارت په ورځ برسلز کې د خبرو په وخت د امریکا په قانون سازانو زور راوړی چې د اوکراین د مرستو لپاره د قانوني مسودې په حق کې دې ووټ ورکړي.
"مونږه د هوايي دفاع ، توپخانې او وسلو په ضرورتونو خبر یو -نن چې ما څه واوریدل نو پدې زما باور دی چې د امریکا په شمول هر څوک به په غبرګه توګه بیا کتنه وکړي او د اوکراین د ضرورتونو جاري ساتلو لپاره به بنیادي وسیلې په غبرګه توګه ولټوي."
د یادونې وړ ده چې د امریکا کانګرس د تیرو څو میاشتو راهیسې اوکراین ته د شاو خواو ۶۰ بلینه ډالرو پوځي امداد پیکېج درولی او صدر بایډن انتظامیه پرله پسې د کانګرس نه غوښتنې کوي چې د روس خلاف د اوکراین سره د دفاعي مرستو په خاطر دې د قانوني مسودې منظوري ورکړي چې تر ډېره حده پورې یې اوس د کانګرس زیاتره غړي متفق ښکاري.
د څیړونکو اندېښنې
څیړونکې لیانافیکس چې د څیړنو ادارې کونسل ان فارن ریلېشنز سره کار کوي، وايي د روس خلاف د اوکراین سره تر اوسه پورې شوې هوايي دفاع کافي نه ده.
"دوي د اوکراین څه خاص سټریټجیک اډاڼه او یقینن د اوکراین د سر ښار کییف تحفظ کوي او مونږه په نزدیو اوونیو کې ولیدل چې روس په خصوصي توګه د اوکراین د توانايې په اډاڼه بریدونه زیات کړي دي – دغلته اوکراین نور اضافي تحفظ ته اړتیا لري – او ورته ددې پیټریاټس نظام ضرورت دی."
د نیټو سیکټري جنرل د پنځو کالو لپاره د ۱۰۷ بلینه ډالرو فنډ تجویز کړلو چې نیټو به پرې د اوکراین سره پوځي مرستې کوي.
که څه هم په برسلز کې شوې غونډه کې د نېتو غړي هېوادونه د اوکراین سره د دفاعي مرستو په اړه څه کره لوظنامې ته ونه رسیدل خو څیړونکي وايي د روان کال جولايي په میاشت کې به په واشنګټن کې د نیتو په کلنۍ غونډه کې غړي هېوادونه یوې لوظنامې ته ورسي او په دې اړه د برسلز په غونډه کې اصولي اتفاق لیدل شوې دې.
څیړونکې لیانافیکس وايي د مرستو په لړ کې زیاتې تمې هم د امریکا سره تړلې شوي دي.
"یورپي هېوادونه د مالي او پوځي دواړو مرستو په لړ کې دومره غټ پوځي امداد نشي کولې کومې مرستې چې د امریکا لخوا ورکړی کېږي.
کریملن د زیارت - پنجشنبې په ورځ ویلي چې د روس او نیتو ترمنځه اړیکې یو قسمه د نیغ په نیغه ټکر کچې ته رسیدلي دي.
Forum