لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو مشر هبت الله اخند زاده د اختر پېغام کې په طالب چارواکو ټینګار کړی چې خپل اختلافونه یوې ډډې ته کړي


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مشر ملا هبت الله اخند زاده د کوچني اختر په اړوند خپل یو پیغام کې په طالب چارواکو ټینګار کړی چې هغوي خپل اختلافات یوې خواته کړي اؤ سمه توګه د افغانستان خدمت وکړي.

د طالبانو په صفونو کې که هر څو په عمومي توګه ډیر کم اختلاف لیدل کیږي خو ځېنو مشرانو یې د مشرتابه د پرېکړو په ځانګړي ډول د نجونو په زده کړو د بندیز له پرېکړې سره اختلاف ښودلی دی.

هبت الله اخند زاده چې یو دیني عالم دی اؤ تقریباً کله هم د ولس منځ کې نه دی لیدل شوی هغه ډیر کم د جنوبي ولایت کندهار څخه بهر اوځي .

هغه ته نزدې کسانو په افغان ښځو او نجونو بندیزونو لګول کې مهم رول لوبولی دی چې د طالبانو دغه اقدام په نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولي اؤ هغوي یې د نړۍ په کچه یوازې کړې دي.

د شنبې په ورځ د هغه لیکلی د اختر پېغام په اووه ژبو خپور کړی شوی چې په کې هغه د سیمې، نړۍ او په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونوسره د اړیکو اړوند مسلو او د خپل حکومت مسوولینو ته یو لړ سپارښتونو ته ځای ورکړی دی.

اخندزاده ویلي طالب چارواکي "باید خپلو کې د ورورګلوۍ ژوند وکړي، د رایو د اختلاف اؤ خودغرضۍ نه ورته ډډه پکار ده"

د طالبانو مشر خپل پېغام کې ویلي" امنیت په دې نه راځي چې سختي وشي او مړي ډېر وشي، بلکې امنیت د شریعت په نفاذ او عدالت کې دی او بې امنیتي هغه وخت راځي چي د شريعت مخالفت وشي، نو د ځانونو اصلاح ضرور ده د هر مسئول او فرد ګناه په ټول نظام بد اثر کوي"

هغه پخپل دې پېغام کې د نجونو اؤ ښځو په مخ بېرته د مکتبونو اؤ پوهنتونونو پرانستلو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

هبت الله اخند زاده په دې پیغام کې د خپل ځان په اړه د خپرو شوؤ هغو ناتاییده رپورټونو په اړه هم څه سپیناوی نه دی کړی چې پکې ویل شوي وؤ طالبان به د زنا په جرم کې د ښځو د سنګسارولو عمل بیا پیل کوي.

دا ښځو ته د سنګسار دا سزا د 1990 د لسیزې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت په وړومبۍ دوره کې ورکړل کیده.

په واشنګټن کې د نیشنل ډیفنس پوهنتون پروفیسر حسن عباس چې "د طالبانو واپسي" په نوم یې یو کتاب هم لیکلی وایي د اخند زاده دا پېغام "تر ډیره حده معقول ښکاریدو" اؤ هغه پکې خپل پام ښه حکومتولۍ اؤ د غبن د مخنیوي معاملو ته ګرځولی ؤ

ښاغلي عباس ایسوسي ایټیډ پریس ته ویلي زه باور لرم چې دا پېغام په دې وروستیو کې د هغه د خپور کړل شوي یو غږییز پیغام د لارې د خپور شوي منفي تاثیر لرې کولو لپاره تیار کړی شوی .

هغه وایي‌ په دغه غږییز پیغام کې یو ډیر سخت دریځ مخې ته راغلی ؤ په ځانګړي ډول د ولسي سزاګانو اؤ د ښځو د حقونو په اړه.

هغه وایي "زه فکر کوم دا نوی پیغام په نقصان د قابو موندلو لپاره دی"

د شبنې په ورځ هم د طالبانو د واک لاندې سترې محکمې ویلي چې په ختیز ولایت لوګر کې یې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان د زنا په تور کې په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG