لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یمن هوثیانو ویلي، د فلسطینیانو په ملاتړ کې یې د لویدیځ کښتۍ په نخښه کړي


واشنګټن – هوثي یاغیانو ویلي، دوی د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو په ملاتړ د یکشنبې یا اتوار په ورځ په برتانوي، امریکايي او اسرایلي کښتیو باندې د ډرون بریدونه کړي.

دغې ایران پلوې ډلې ویلي، چې په یوې برتانوۍ او یو شمېر امریکايي‌ بار وړونکو کښتیو یې په سره بحیره کې برید کړی او دغه ډول په عرب سمندر او هندي بحر کې یې په هغو دوو اسرایلي کښتیو باندې برید کړی چې د اسرایلو بندر ته روانې وې.

د هوثي یاغیانو پوځي ویاند یحی ساري په ټي وي باندې یو بیان کې ویلي، چې دغه عملیات په تېرو ۷۲ ساعتونو کې شوي او نور جزیات یې نه دي ورکړي.

برتانیې او امریکا هم د هوثي یاغیانو پرضد ځوابي بریدونه کړي.

د امریکا مرکزي‌ قوماندې ویلي، چې پوځ یې په یمن کې د هوثیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د خالي یا شنبې په ورځ له ځمکې څخه هوا ته د میزایلو د توغولو یو خوځنده سیستم ویجاړ کړی.

په بیان کې دا هم راغلي، چې امریکايي ځواکونو د سرې بحیرې په سر یو ډرون هم ویشتی او زیاتوي، چې د ایتلاف یوې کښتۍ همدارنګه د کښتیو ضد یو میزایل هم موندلی او ویجاړ کړی دی.

د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې برتانوۍ امنیتي کمپنۍ امبرې ویلي، دوی داسې معلومات تر لاسه کړي چې کښتۍ باندې یې په عدن خلیج کې د یکشنبې په ورځ برید شوی.

دغې کمپنۍ ویلي، "په دغه ځای کې کښتیو ته ویل شوي چې له احتیاط څخه کار واخلي او د هر ډول مشکوک فعالیت راپور ورکړي."

دوی دا نه دي ویلي، چې د دغه برید تر شا د چا لاس و او نه یې هم د برید په اړه کوم تفصیل ورکړی.

د هوثیانو بریدونو په سویس کانال کې د نړیوالو سوداګریزو کښتیو تګ راتګ اغیزمن کړی او شرکتونه یې اړ ایستي چې د جنوبي افریقا شاخوا په نورو ډېرو ګرانو لارو باندې تګ راتګ وکړي.

امریکا او برتانیې په یمن کې د هوثي یاغیانو پرضد بریدونه پیل کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG