واشنګټن – په میلیونونو خلک له مکسیکو نیولې تر امریکا او بیا تر کاناډا پورې نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د لمر د سترګې پټېدو یا سولر اېکلېپس لیدلو ته په ډېرې لیوالتیا سره ناست دي که څه هم هوا پېژندونکو په اسمان کې د وریځو د خپرېدو اټکل کړی.
تر ټولو د ښې هوا اټکل د اېکلېپس په وروستیو شېبو کې په ورمانټ، مېن او همدارنګه برنزوېک او نیوفونډلېنډ کې شوی.
داسې ښکاري چې دا ځل به په شمالي امریکا کې د اېکلېپس (کسوف) د لیدلو لپاره تر ټولو په زیات شمېر کسان راوځي چې په ترڅ کې به یې د څلورو دقیقو لپاره ماسپښین مهال په ټکساس او نورو داسې ځایونو کې تیاره خپره وي.
په امریکا کې نېږدې هر کس ته لږ تر لږه د اېکلېپس د نیمه لیدو ډاډ ورکړل شوی خو که چېرې هوا ښه وي.
په امریکا کې په ښونځیو کې زده کونکو ته ځانګړې چشمې (عینکې) ورکړل شوي چې لمر ته د کتلو پر وخت یې سترګې خوندي وي.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې له چشمو پرته دې تندر نیولي لمر ته نه کتل کېږي ځکه د سترګو د ړندېدو خطر پکې زیات دی.
سولر اېکلېپس (کسوف)
د لمر سترګه هغه وخت تندر نیسي کله چې سپوږمۍ د ځمکې او د لمر ترمنځ تېرېږي او په دې توګه مونږ لمر نشو لیدلی.
لمر په بشپړه توګه هغه وخت نه لیدل کېږي کله چې سپوږمۍ یې په بشپړه توګه د رڼا مخه ونیسي.
دا وختونه ډېر لږ وي او يواځې په ځینو ځانګړو ځایونو کې لیدل کېدای شي.
د سپوږمۍ د مخ پټېدل (خسوف)
د لمر د سترګې د پټېدو په څېر سپوږمۍ هم په بشپړه توګه مخ پټولی شي چې په عامه توګه خلک ورته د سپوږمۍ تندر نیول وايي.
سپوږمۍ هغه وخت تندر نیسي کله چې ځمکه د سپوږمۍ او لمر ترمنځ په یوه لیکه واقع شي.
په داسې حال کې بیا د ځمکې سیوری د سپوږمۍ پر مخ غورځي او سپوږمۍ تیاره ښکاري او کله کله ورسره سپوږمۍ د څو ساعتونو لپاره سره ښکاري.
تندر نیولې سپوږمۍ له نیمايي ځمکې ښکاري.
Forum