لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په حماس زور راوړی چې په غزه کې د اوربند په اړه له اسرایلو سره موافقه وکړي


واشنګټن – امریکا د نهې یا سې شنبې په ورځ پر حماس باندې زور راوړی چې له اسرایلو سره د اوربند تړون ومني چې په غزه کې د شپږو اونیو لپاره جګړه ودرېږي او له حماس سره شاخوا سل پاتې برمته شوي کسان خوشې شي.

دغه ډول د دغه تړون په ترڅ کې به په سلګونو هغه فلسطینیان هم خوشې کېږي کوم چې له اسرایلو سره بندیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، حماس ته په قاهره کې یو "ډېر جدي" وړاندیز شوی او "باید ومنل شي."

بلېنکن وویل، "اوس وار د حماس دی" او زیاته یې کړه، "نړۍ ګوري چې دوی څه کوي."

هغه وړاندې وویل، دا چې حماس لا له مخکې څخه شرطونه نه دي منلي، "ښکاره کوي چې هغوی د غزې د خلکو په اړه څه فکر کوي، چې هغه زیات څه نه دي."

اسرایلو وروسته له هاغې د حماس پرضد جګړه پیل کړه کله چې حماس د اکټوبر په اوومه ڼېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.

د اسرایلو په ځوابي برید کې په غزه کې تر ۳۳۰۰۰ زیات کسان ووژل شول چې له دریو څخه دوه برخې یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرایلو پوځ وايي، په وژل شویو کې د حماس څو زره جنګیالي هم شامل دي.

د فیبرورۍ تر نیمايي پورې ۱۱۲ برمته شوي کسان خوشې شوي چې زیاتره یې په نومبر کې د یوې اونۍ اوربند پر وخت ازادی شوي وو.

داسې باور دی چې ۳۶ برمته شوي کسان د غزې په تېرې شپږ میاشتنۍ جګړه کې یا مړه شوي او یا وژل شوي دي.

بلېنکن وویل، چې جګړه به میاشتې مخکې پای ته رسېدلې وه که چېرې حماس "خپلې وسلې غورځولې وی، د ملکیانو تر شا پټېدل یې پریښي وی او تسلیم شوي وای."

بل پلو د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې له مصر سره د غزې پولې ته څېرمه په رفع کې د پوځي عملیاتو لپاره یو نامعلوم وخت ټاکل شوی دی.

رفع هغه ځای دی چې تر یو میلیون زیات فلسطینیان د خوندي پاتې کېدو لپاره ورته ورغلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG