واشنګټن – په اروپا کې جګ پوړي امریکايي جنرال وکیلانو ته ویلي، د اوکرایني ځواکونو پیاوړتیا به ژر د روس د سرتېرو او میزایلو تاب را نه وړي که چېرې د امریکا وکیلان له اوکراین سره د نورو امنیتي مرستو په تصویب کې پاتې راشي.
د امریکا پوځي چارواکو په دې وروستیو اونیو کې په وار وار خبرداری ورکړی چې روسي ځواکونه په دې توانېدلي چې په اوکراین کې زیاتېدونکې لاسته راوړنې ولري او د امریکا له نوي ملاتړ پرته به اوکرایني ځواکونه بلاخره په شا شي.
د اروپا لپاره د امریکا قومندان دغه خبرې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د استازو د جرګې د وسلوالو خدماتو کمېټې ته د معلوماتو ورکولو پر وخت کړي.
جنرال کریسټوفر کېولي د جګړې د ډګر په اړه ویلي، "که چېرې مونږ د اوکراین ملاتړ ته دوام ور نه کړو، نو له اوکراین سره به د توپونو ګولۍ خلاصې شي او د هوايي دفاع کونکې به هم ورپسې ژر خلاص شي."
هغه وویل، چې کیېف ددغو مهماتو او ګولیو په برخه کې د امریکا مرستو باندې تکیه لري.
"زه نشم کولای چې د راتلونکې اټکل وکړم خو زه کولای شم چې ساده حساب وکړم."
هغه زیاته کړه،
"د امریکا په پوځ کې زما د څه باندې ۳۷ کالو تجربې له مخې، که یو اړخ ډز کولای شي او بل اړخ یې پرضد بېرته ډز ونشي کړای نو هغه چې ډز نشي کولای هغه یې بایلي."
کېولي همدارنګه وویل، د امریکا د وکیلانو لخوا له اوکراین سره د ۶۰ بیلینه ډالرو اضافي امنیتي مرستې په پاتې راتلو سره وار له مخکې روس په ګټه کې دی.
هغه وکیلانو ته وویل، "هغوی (اوکراین) اوس د روسانو د پنځو ډزو په مقابل کې یو ډز کوي."
هغه وايي، "دا به هم په څو اونیو کې د لسو په وړاندې په یو ډز باندې واوړي."
کېولي وویل، "مونږ د میاشتو په اړه خبرې نه کوو. مونږ د فرضیو له مخې هم نه غږېږو."
Forum