واشنګټن – د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې د نوي اوربند په اړه خبرې په یو "نازک پړاو" کې دي.
هغه خبریالانو ته وویل، د خنډونو د لېرې کولو لپاره هڅې شوې دي تر څو تړون ته سره ورسېږي.
قطر، مصر او امریکا په داسې خبرو کې ښکېل دي چې جګړه ودرېږي، د حماس لخوا په غزه کې برمته شوي کسان خوشې او اسرایل هم بندي فلسطینیان خوشې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په دې اړه د نهې یا سې شنبې په ورځ د قطر له لومړي وزیر سره خبرې هم کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو چارواکو یو ځل بیا په دې ټینګار کړی چې "په راتلونکو ورځو کې په ګډه کار کول ارزښت لري تر څو په غزه کې اوربند رامنځ ته شي او په ترڅ کې یې بندیان هم خوشې کړای شي."
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیوېډ کمېرون د شورو یا چهارشنبې په ورځ په نړۍ غږ وکړ چې برمته شویو کسانو باندې دې تمرکز وکړي او دا چې حماس د اوربند د وړاندیز له منلو سره بندیان خوشې کړي.
کمېرون له اسرایلو څخه د لیدنې پر وخت وویل، "یواځینی دلیل چې په غزه کې جګړې دوام کړی دا دی چې هغوی تړون نه مني."
هغه زیاته کړه، "مونږ باید بندیان وباسو او مرسته دننه کړو."
په ورته وخت کې د اسرایلو پوځ د شورو یا چهارشنبې په ورځ خپل پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی او تېره ورځ یې د حماس تر ۴۰ زیاتو اهدافو باندې بریدونه کړي.
د غزې د روغتیا وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې د اسرایلو په پوځي عملیاتو کې یواځې تېره ورځ ۵۶ کسان وژل شوي دي او د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر لږ تر لږه ۳۳۸۹۹ تنو ته رسېدلی.
دغه وزارت وايي، چې د وژل شویو له دریو څخه دوه برخې یې ښځې او ماشومان دي.
اسرایلو د حماس د اکټوبر د اومې نېټې د برید په غبرګون کې عملیات پیل کړي.
حماس په دغه مهال په اسرایلو باندې برید کې کابو ۱۲۰۰ کسان وژلي وو او ۲۵۰ یې له ځانه سره تښتولي وو.
اسرایل وايي، تر اوسه هم ۱۳۰ تنه اسرایلیان له حماس سره بندیان دي خو له څلورو څخه یوه برخه یې مړه شوي دي.
دغه ډول اسرایلي ټانکونه د نهې یا سې شنبې په ورځ د غزې پټۍ شمالي برخو ته شاته شوي اسرایلي پوځ فلسطینیانو ته خبرداری ورکړی چې سیمې ته دې نه راګرځي.
اسرایلو ویلي، دوی ځکه نه غواړي چې فلسطینیان بېرته خپلو سیمو ته راشي ځکه دوی ویرېږي چې د حماس جنګیالي به بیا هلته سره راټول شي.
په ملګروملتونو کې د فلسطین غړیتوب:
د ملګروملتونو د امنیت شورا کېدای شي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په هغې مسوده باندې رایه ورکړي په کومه کې چې د فلسطیني دولت لپاره په ملګروملتونو کې د بشپړ غړیتوب ورکولو سپارښتنه شوې.
که د امنیت شورا د فلسطیني دولت د دې وړاندیز سپارښتنه وکړي نو د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ یې له دریو څخه په دوه برخه اکثریت سره تایید کولای شي.
خو په امنیت شورا کې یې برخلیک څرګند نه دی ځکه د امنیت شورا د غړو ترمنځ له امریکا سره د ویتو حق دی.
ملګروملتونو ته د امریکا استازې تاماس ګرینفېلډ د شورو یا چهارشنبې په ورځ له جنوبي کوریا څخه د لیدنې پر وخت وویل، چې امریکا دغې مسودې ته په دې نظر نه ګوري په ترڅ کې به یې د اسرایلو او فلسطینیانو د شخړې د حل لپاره د دوو دولتونو حل ته لاره برابره کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په یو بیان کې تېره میاشت ویلي وو چې امریکا "دایمي سولې ته د رسېدو لپاره یواځینۍ لاره" د دوو دولتونو په حل کې ویني.
د دې راپور ځینې معلومات د اسوسیېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوي.
Forum