لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: د قامي اسمبلۍ کاندید اخند زاده چټان له بمي برید روغ وتلی دی


پولیس وایي باجوړ کې د قامي اسمبلۍ په څوکۍ کېدونکو ټاکنو ته د پیپلز ګوند په ولاړ کاندید سید اخند زاده چټان بمي برید شوی خو ښاغلي چټان ته په دغه برید کې څه زیان نه دی رسېدلی.

د باجوړ د پولیسو یو لوړ پوړي مشر ډي ایس پي بخت منیر رسنیو ته ویلي د اخند زاده چټان په ګاډي دا برید د شورو په ورځ په ماموند تحصیل کې هغه مهال شوی چې نوموړی دغلته له انتخابي کمپاین ترسره کولو وروسته بېرته خار باجوړ ته روان ؤ.

هغه ویلي چې د ابتدایي پلټنو نه معلومه شوې ده چې چاودیدونکي مواد د سړک په غاړه ولاړ یو موټر سایکل کې ځاي پځاي کړل شوي وؤ اؤ کله چې د اخند زاده چټان ګاډی ددغه موټر سایکل خواته رارسیدلی نو چاودنه پرې شوې ده.

پولیس وایي چې د ښاغلي چټان ګاډی بم پروف ؤ نو ځکه پکې هغه خوندي پاتې شوی دی.

پولیس وایي چې د پېښې نه وروسته سیمې ته رسیدلي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړي خو لا یې په دې تړاؤ څوک نه دي نیولي.

په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په اخوند زاده چټان د شوي بمي برید غندنه کړې اؤ په دغه برید کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

پخپل یو لنډ بیان کې بلاول بوټو زرداري ویلي چې دخېبر پښتونخوا صوبې حکومت د ضمني ټاکنو په مهال د امنیت په ټینګښت کې ناکامه شوی خو ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په داسې ناوړه پېښو دده د ګوندي کارکنانو حوصلې څوک نه شي ماتولی

تر دې وړاندې هم په کال 2015م کې د اخوند زاده چټان د قافلې تر څنګ یوه بمي چاودنه شوې وه چې د هغې څخه هم پخپله چټان روغ وتلی ؤ خو په قافله کې شامل ځېنې ګاډي یې زیانمن شوي وؤ.

په اخوند زاده چټان د ترسره شوي دې تازه برید نه وړاندې په 31مه جنورۍ باجوړ کې د انتخابي کمپاین په مهال په ازاد کاندید ریحان زیب نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې اؤ هغه یې وژلی ؤ چې له دې امله بیا الیکشن کمیشن په باجوړ کې د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ په دوؤ څوکیو ټاکنې ځنډولې وې.

الیکشن کمیشن اوس د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ په دې څوکیو ټاکنو لپاره د اپریل 21مه نېټه ټاکلې ده چې اخونزاده چټان پکې د قامي اسمبلۍ په څوکۍ د پاکستان پیپلز پارټۍ کاندید دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG