لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني مطبوعات وایي پوځ په جنرال فېض(ر) حمید د لګول شوؤ تورونو د پلټنو لپاره کمیټي جوړه کړې ده


پاکستاني مطبوعات وایي چې پوځ د استخباراتي شبکې آي ایس آي د پخواني مشر جنرال(ریټایرډ) فیض حمید له لوري د استوګنې په یوه شخصي پروژه د فشار د اچول شوؤ تورونو د پلټنو لپاره یوه کمیټي جوړه کړې ده.

مطبوعات وایي چې د سپریم کورټ اؤ د دفاع د وزارت په لار ښوونه جوړه شوې د پلټنو دا کمیټه به د جنرال(ر) فېض حمید پر ضد د ټاپ سټي اسکینډل تحقیقات کوي اؤ په هغه لګیدلي تورونه به ارزوي.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو څېړونکي وایي عموماً چې پوځ خپله کومه دننۍ خبره پخپله نیغ په نېغه مخې ته راوړل نه غواړي نو مطبوعاتو ته وایي چې دغه خبره باید د سرچینو له قوله خلکو ته ورسوي.

د پاکستان ګڼ شمیر رسنیو د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د یادې کمیټې مشري د میجر جنرل د رتبې یو لوړ پوړي پوځي افسر ته سپارل شوې ده.

په کال 2017م اؤ بیا تېر کال د نومبر په میاشت کې د ټاپ سټي په نوم د استوګنې د يوې شخصي پروژې مشر په جنرال( ر) فېض حمید د ټي وي یو پروګرام کې تورونه لګولي وؤ چې په دغه پروژه یې فشارونه راوړي اؤ ناجایزه توګه یې ترې ګټې اخستې دي.

وروسته د یادې پروژې مشر د آي ایس آي د پخواني مشر په ضد سپریم کورټ ته هم عریضه کړې وه خو د چیف جسټس په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیز بینچ ورته لارښوونه کړې وه چې باید اړونده ادارې یا د دفاع وزارت ته مراجع وکړي.

د سپریم کورټ له لارښوونې وروسته د استوګنې د پروژې مالک د دفاع وزارت ته عریضه کړې وه اؤ مطبوعات وایي چې اوس د همدې عریضې په اساس د جنرال فېض حمید په ضد د لګول شوؤ تورونو د پلټنو لپاره پوځي کمیټه جوړه کړل شوې ده.

تر دې وړاندې روانه اوونۍ د فېض اباد پرلت د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې فېض حمید اؤ نور پوځي چارواکي د لګول شوؤ تورونو نه پاک ګرځولي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د پلټنو په مهال ورته داسې څه ثبوت په لاس نه دی ورغلی چې ګنې د فېض اباد په پرلت کې جنرال فېض حمید یا کومې ادارې لاس درلودو.

د فېض اباد د پرلت په مهال د اړي ګړي د پېښو د پلټنو لپاره د پاکستان د سترې محکمې په امر جوړ کړل شوي د پلټنو کمیشن خپل رپورټ اوړمه ورځ مرکزي حکومت ته سپارلی دی چې پکې په هغه وخت کې د پنجاب حکومت ددغو پېښو مسول یا ذمه وار ګرځول شوی دی.

په کال 2017 کې د شوي دغه احتجاجي پرلت نه وروسته د آي ایس آي د هغه وخت په ډایریکټر جنرل لیفټننټ جنرل (ر) فېض حمید تورونه لګول شوي وؤ چې د منتخب حکومت پرضد د تندروه ډلې دغه پرلت دده په لمسه راجوړ کړی شوی ؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې جنرال فېض حمید د پرلت په برخه والو "لفافې" ویشلې.

په هغه وخت سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو اؤ خبریالانو دعوې کړې وې چې فېض حمید د پرلت په برخه والو پیسې ویشلي دي خو پوځي سرچینو بیا ویلي وؤ چې د پرلت خورولو لپاره د پرلت ځېنو برخه والو ته د ستنېدو لپاره د لارې کرایه ورکړل شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر سید اختر علي شاه په مشرۍ د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پیسو په ویشلو تورن جنرال فېض حمید اؤ د هغه وخت د پنجاب د رینجر ځواکونو مشر میجر جنرال نوید اظهر حیات په هغوي د لګول شوؤ تورونو نه پاک کړي اؤ ویلي یې دي چې لیفټننټ جنرال فېض حمید یوازې په هغه څه عمل کړی چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ جوړه شوې یوه غونډه کې یې ورته د کولو وینا شوې وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG