لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش او میانمار خپل منځ کې قیدیان تبادله کړل


میانمار او بنګله دېش په دې هفته کې دوه ورځې خپل په سلهاوو قیدي شهریان وروستو له هغه تبادله کړل چې دوو ملکونو په یوې معاملې سره اتفاق وکړ. د شورو/چهارشنبې په ورځ میانمار ۱۷۳ بنګله دېشي شهریان چې اکثره یې کب نیوونکي و، آزاده کړل، او یوه ورځ پس یې یعنې د زیارت/پنجشنبې په ورځ بیا بنګله دېش د میانمار د سرحدي محافظت او نورو امنیتي ادارو ۲۸۸ اهلکار ورخوشې کړل.

د بنګله دېش د سرحدي امن ادارې، بارډر ګارډ بنګله دېش چارواکو وویل چې د میانمار د سمندري قواوو یوه کشتۍ د زیارت ورځې په سهار د کوکس بازار له بندر نه روانه شوله چې په کې د میانمار د پولیسو او مهاجرو ادارو چارواکي سپاره وو. په همدې کشتۍ کې یوه ورځې وړاندې تر هغه، یو سل او دري اویا ۱۷۳ بنګله دېشي کب نیوونکي راوړل شوي و.

د میانمار هېواد دغه امنیتي اهلکار تېره میاشت چې کله د هغه هېواد په راکهین صوبه کې د میانمار د پوځ او د اراکان لښکر یاغیانو ترمنځ جګړه وشوه، له هغه ځایه تښتېدلي او بنګله دېش ته یې پناه وړې وه. په تېرو څو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې دغسې قصه کیږي او د میانمار سرحدي پولیس او چارواکي بنګله دېش ته تښتي.

د میانمار راکهین صوبه، چې د بنګله دېش سره ګډه پوله لري، د اکټوبر میاشتې راهېسي د یاغیانو او د واکمنو ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو شاهده پاته شوې ده. د اراکان لښکر یاغیان زیاتره د راکهین ځايي اوسېدونکي دي. بل اړخ ته په هغه سیمه کې مسلمان روهېنګیائیان په تېرو لسهاوو کلونو کې د میانمار د پوځ ظلمونه لیدلي دي. د یو میلین نه زیات روهېنګیا مسلمانان په کال ۲۰۱۷ کې د پوځ د ظلمونو د لاسه وتښتېدل او اوس مهال د بنګله دېش د کوکس بازار په ضلعه کې په عرضي سرپناهو کې ژوند کوي.

په فبرورۍ میاشت کې د میانمار ۳۳۰ پولیس او نور چارواکي د بنګله دېش له طرفه بېرته هغه ملک ته واپس کړی شول، خو په بدل کې یې ډهاکه هېڅ مطالبه ونکړه. دا ځل د بنګله دېش خارجه وزارت یوه معامله وکړه او په بدل کې یې هغه بنګله دېشي وګړي په میانمار باندې راخوشې کړل چې د میانمار سره قید کې پراته و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG