لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا پاکستان به ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژې ترسره کولو کې د امریکې فشارونو ته ټینګ شي؟


د امريکې د ګواښ باوجود پاکستان په ايران- پاکستان ګيس پایپ لاین پروژې د پرمختګ اشاره ورکړې او د دفاع وزير خواجه اصف هيله څرګنده کړې چې د دې پروژې په لار کي پراته خنډان به لرې کوي او دا به سر ته رسوي٠

خو څيړونکي وایي دوي نه ويني چې پاکستان به د امريکې د فشار له وجې وکړی شى چې دا پروژه سر ته ورسي.

د پاکستان د دفاع وزير د جیو نیوز رسنۍ سره خبرو کې ويلي سيمه کي د غټو طاقتونو مداخلت زيات شوې دې او ګاونډيو هيوادونو ته به دې حوالې سره د خپلو ګټو لپاره يو ځای کيدل وي.

خواجه اصف د ايران د صدر ابراهيم ریسي د پاکستان سفرغټ پرمختګ وباله، په ځانګړې توګه د ګيس پایپ لاین پروژې په حوالې سره کومه چې د جيو پوليټيکل او نړيوالو بنديزونو له امله د ځنډ ښکار ده٠

د پاکستان د دفاع وزير دا بيان په داسې وخت کي مخې ته راغلی چې امريکا په روانه هفته کي څو واري د ايراني صدر له سفر وروسته د ايران او پاکستان تر منځه تجارتي سوداګانو او په ځانګړې توګه د ګيس پایپ لاین د منصوبې عملى کولو په رڼا کي د بنديزونو لګولو لوري ته اشاره کړي ده.

څيړونکي وایي څنګه چې پاکستان په تيرو 14-15 کلونو کې په دې پروژه کار پيل نه کړی شو نو دوي نه ويني چې د امريکې د فشار له وجې به پاکستان وکړې شي چې په دې پروژه به لاس پورې کړي.

د انرژۍ د چارو کار پوهه خبريال ښاغلی خلیق کیاني ډیوه سره خبرو کې وایي، د خواجه اصف خوشبيني پخپل ځای خو د امريکا دريځ په دې اړه بيخي په ډاګه مخې ته راغلی دی.

هغه وایي "څنګه چې دوي(امریکې) د پاکستان مزایل پروګرام ته الات ورکوونکو کمپنيو باندې بنديزونه لګولي دي دا هغوي پاکستان ته اشاره ورکړې چې مونږ دي حوالې سره سنجيده يو"

خليق کيانى وويل که څه هم دا پروژه د پاکستان لپاره ډيره مهمه ده او حکومت دې حوالې سره د امريکا څخه په بنديزونو کي د رعايت اخستلو يو خواست هم کړی دی خو اوس هم دې کي ډير مشکلات دي او" ماته نه ښکاري چې پاکستان به دومره په اسانه په دې پروژه کار پيل کړي"

که څه هم پاکستان ته د ایران د صدر په اوسني سفر کي پاکستان او ایران خپل دواړه خيزه تجارت د موجوده دوه اربه ډالرو څخه تر لسو اربه ډالرو ته د رسولو ژمنې کړي او دواړوهيوادونو په بيلا بيلو څانګو کي اته لوظنامې لاس ليک کړي خو په دغه ټولو کي د ګيس پایپ لاین ذکر نه ؤ.

څيړونکي ګڼي دا هر څه د امريکا فشار په ګوته کوی

د څېړونکو په وینا هر څو که پاکستان غواړي چې د خپل انرژۍ ضرورتونو پوره کولو لپاره دا مهمه پروژه پای ته ورسوي خو د امريکا د فشار له وجې ډير څه نه شي کولی او د دي يو غټ مثال دا دی چې ايران خو خپلې خوا ته دوه اربه ډالره مصرف کړي او تر پولې پورې یې پایپ غځولی خو پاکستان تراوسه د ګډي پولې راپديخوا کار شورو نه کړی شو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG