لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان، ټانک: چاودنه کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر ژوبل شوي، پوځ د څلورو "ترهګرو" وژلو دعوه کړې


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلع کې د پاکستان د پوځ په ګاډي چاودنه کې د يو افسر په ګډون دوه عسکر ژوبل شوي او د پاکستان پوځ ویلي، ‏د ډېره اسماعيل خان سره څنګ ته پرتې جنوبي ضلعې ټانک کې یې د "ترهګرو د موجودګۍ" په خبر عملیات کړي او د څلورو "ترهګرو" وژلو دعوه یې کړې ‏ده.‏

پوځ نن د ګل/ دوشنبې په ورځ خپور کړي خبر کې ویلي، تېره شپه د ‏28‎م او ‏29‎م اپرېل په منځنۍ شپه کې یې په ټانک ضلع کې د "استخباراتو په اساس د ‏ترهګرو ضد عمليات کړي دي".‏

‎خو پوځ دا نه دي ویلي چې د وسله والو ضد عملياتو کې امنیتي ځواکونو ته هم کوم زيان رسېدلی دی.‏

يوځ د وژل شويو کسانو پېژندګلو نه ده کړې خو دعوه یې کړې چې وژل شوي کسان په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پېښو کې ککړ پاتې ‏شوي دي.‏

د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي او د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې ‏اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.‏

پرون د ډېره اسماعيل خان او ټانک ضلعې ترمنځ غټه لار باندې د جنوبي وزيرستان جج/ قاضي شاکرالله مروت نامعلومو وسله والو تښتولی، وروسته د ‏هغه يوه ويډيو خپره شوې او ويلي يې وو، طالبانو تښتولی وو، خو د دغه پېښې زمه واري چا نه وه منلې، او د شپې بيا چارواکو وي او اې ډيوه ته تاييد ‏کړې چې جج راخوشی کړل شوی او نور تفصيل یې نه وو ويلی.‏

‎د پاکستان پوځ په ټانک ضلع کې د وسله والو د وژلو خبر په داسې حال کې ورکړی چې پرون هم چارواکو ويلي، د بیټني سرکل په مغزي سیمه کې وسله ‏والو د امنیتي ځواکونو په یو پوسته برید کړی وو خو د امنیتي ځواکونو د چټکتیا له امله کوم زيان نه وو اوښتی.‏

‎چارواکي وايي امنیتي ځواکونه چمتو وو او برید ته یې سمدستي درنو او سپکو وسلو سره ځواب ورکړی او په شاه یې تمبولی وو. ‏

‎د سیمې خلک وايي د دوی ترمینځ د ډزو تباله تر څو ساعتو روانه وه چې پکې پوځ توپې هم کارولې وې.‏

‎يو تن بین یامین وویل یو مارټر ګوله د دوی په کور غورځېدل چې پکې د کور ودانۍ زیانمنه شوې او څلور غواګانې مړې شوې دي. ‏

په ټانک ضلع کې ځایي خلک وخت په احتجاجي مظاهرې کوي او وايي علاقه یې د ناامنۍ سره مخ ده او د ناامنۍ د مخنيوي غوښتنې کوي.‏

دوی په منتخب استازو هم نیوکې کوي او وایي د دوی د امنیت په ستونزه غلي دي. ‏

چارواکي وايي د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پوځ ګاډي ته نیزدې چاوده شوې چې پکې د پوځ یو افسر لیفټېننټ په ګډون دوه عسکر ژوبل ‏شوي دي.‏

د دوی په وینا بارودي توکې د سړک په غاړه ښخ کړل شوي او چاودنه کې یې د پوځ استمال لاندې بم پروف ګاډی په بشپړه توګه زیانمن شوی دی.‏

په پېښه کې ژوبل عسکر ډیره اسماعیل خان سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.‏

تر دې مهال دې پېښو زمه داري چا نه ده منلې خو په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمو کې د تشدد یو شمېر پېښې شوې چې ځینې په کې ‏تحریک طالبان پاکستان منلې هم دي.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG