د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې د پولیو د مخنیوي د کمپاین په ډله وسله والو ډزې کړي چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د نهې- سه شنبې په ورځ د باجوړ د ماموند تحصیل په کټ کوټ سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچېنې وایي دغلته وسله والو د پولیو د مخنیوي د څاڅکو ورکوونکې ډلې په حفاظت مامور پولیس باندې ډزې کړي چې پکې د اعظم خان په نوم یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی.
امنیتي سرچینې وایي تر ډزو وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ ژوبل عسکر د علاج لپاره د باجوړ ضلعي روغتون ته رسول شوی دی.
له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې پولیس سیمې ته رسیدلي اؤ د وسله والو لټون یې پیل کړی دی خو امنیتي سرچینې وایي چې لا هم ددې پېښې په تړاؤ څوک نه دي نیول شوي.
پاکستان کې د ګل/دوشنبې د ورځې نه د پوليو ضد کمپاين پيل شوی اؤ ټاکل شوې په 91 ضلعو کې چرته چې د پوليو خطره موجوده ده، د پينځوؤ کالو نه کم عمر ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.
پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا صوبه کې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د پولیو د مخنیوي په ډلو اؤ د هغوي په حفاظت مامورو پولیسو باندې وسله والو بریدونه کړي چې پکې ګڼ شمیر د پولیو د مخنیوي کارمندان اؤ پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د پولیو وایرس اوس قابو له ټولې نړۍ ختم شوي خو پاکستان اؤ افغانستان په سیمه کې هغه دوه یوازیني هیوادونه پاتې دي چې پکې لا دا وایرس شتون لري.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه مثبتې پېښې معلومې شوي او د ملک په بېلابيلو برخو کې د پوليو وایرس ګڼې مثبتې نمونې هم رپورټ شوي دي.
Forum