لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ږوب: د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې "د پینځو ترهګرو" د وژل کېدو دعوه شوې


Zhob, Balochistan province, Pakistan
Zhob, Balochistan province, Pakistan

امنیتي سرچینې وایي د بلوچستان ایالت په ږوب سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسله والو په ضد عملیات کړي چې په کې د پینځو وسله والو د وژلو دعوه شوې ده.

د سیمې څخه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا عملیات د دوشنبې یا ګل په ورځ د استخباراتي معلوماتو په اساس هغه وخت ترسره شوي چې ترهګرو غوښتل د ږوب له لارې خېبر پښتونخوا ته واوړي.

سرچینې وایي په دغه مهال د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې چې لږ تر لږه پینځه وسله وال په کې وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې په وژل شوؤ کې د درېوؤ وسله والو پېژندګلو شوې چې تعلق یې د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې وزیرستان سره دی خو دغه سرچینې نه ده ښکاره کړې چې وژل شوي وسله وال د کومې تندروه ډلې سره تړاؤ لري؟

پوځ لا د دې عملیاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې هم په بیلا بیلو وختونو کې پوځ په ږوب سیمه کې د ترهګرو د وژلو دعوې کړې دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ دوه ورځې وړاندې هم پوځ اؤ د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې وه چې په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان، کوټه اؤ پېنډۍ کې یې په دریوؤ بیلابیلو پېښو کې دیارلس (۱۳) ترهګر وژلي دي.

پاکستان تورونه لګوي چې ترهګر افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ د هلته نه په پاکستان کې د ورانکارۍ منصوبې جوړوي.

خو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې هیڅ ترهګرې ډلې وجود نه لري اؤ پاکستان باید دخپل امنیت معاملې پخپله هوارې کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG