لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه وزیر وايي،‌ هېواد به یې له ایران سره د ګازو د نل لیکې له پروژې څخه په شا نشي


واشنګټن - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې هېواد به یې له ایران سره د ګازو د ځنډېدلې نل لېکې له جوړېدو څخه په شا نه شي.

ډار یوې خبري غونډې ته د امریکا د نوم له یادولو پرته وویل، "مونږ به هیچاته اجازه ور نه کړو چې له رد یا ویټو څخه کار واخلي."

پاکستان او ایران د ګازو د خرڅلاو او اخېستلو تړون د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کې لاسلیک کړی وو.

د دغه تړون له مخې به هره ورځ د ایران له جنوبي ښار فارس څخه له ۷۵۰ څخه تر یو زر میلیونه کیوبیک فوټه ګاز پاکستان ته ځي.

ایران په ۲۰۱۱ کال کې ادعا وکړه چې خپل لوري ته یې د ګازو د نل لیکې جوړېدل بشپړ کړي خو پاکستان لوري ته د امریکا د بندیزونو له وېرې د دغې نل لیکې جوړېدل ځنډېدلي دي.

د بایډن ادارې په وار وار ویلي، چې دوی د ایران او پاکستان د نل لیکې د پروژې ملاتړ نه کوي په داسې حال کې چې تهران د خپل اټومي پروګرام له امله د امریکا د بندیزونو لاندې ده.‌

امریکا د ایران پاکستان د نل لیکې ملاتړ نه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، "حکومت به پرېکړه کوي چې د پاکستان د ګټو لپاره څه، څه وخت او څه کوي. په دې اړه مونږ ته څوک څه نشي ویلی."

د پاکستان سرپرست حکومت په فیبرورۍ کې د ایران له پولې څخه د دغې نل لیکې د یوې وړې برخې د جوړېدو اجازه ورکړې وه چې د پروژې د ځنډ له امله د بیلیونونو ډالرو له جریمې څخه بچ شي.

د وزیر اعظم شهباز شریف حکومت چې په مارچ کې واک ته راغلی تر اوسه ددې پروژې جوړېدل نه دي پیل کړي.

ډار د دې خبرې له ردولو سره چې پاکستان د امریکا د فشار له امله دغه پروژه ځنډوي وویل،

"مونږ باید خپلو ګټو ته وګورو. مونږ باید خپلو ژمنو ته وګورو."

خو هغه وویل،‌ چې پایپ لاین "یوه پېچلې مسله ده."

اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر ابراهیم ریسي په سفر کې چې دواړو هېوادونو په دې موافقه وکړه چې دوه اړخیزه سوداګري به لسو بیلینو ته ډالرو ته زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې اسلام اباد له تهران سره د تجارت له امله ښايي له ستونزو سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویډنټ پټېل تېره میاشتې په یوې خبري غونډه کې وویل،

"په پراخه توګه مونږ ټولو ته وایو چې له ایران سره د سوداګریزو تړونونو پر وخت دې د بندیزونو له ممکنه خطرونو څخه ځان خبر وساتي."

له اقتصادي ستونزو سره مخ پاکستان اړتیا لري چې له خپلو ګاونډیانو څخه په ارزانه د سون توکي راونیسي.

پاکستان دا مهال خپلې اړتیاوې د خلیجي هېوادونو څخه له وارداتو پوره کوي.

د ایران سیال سعودي عربستان چې پاکستان پرې زیاته مالي تکیه لري هم داسې ښکاري چې له ایران سره د پاکستان د پایپ لاین له پروژې سره مخالفت کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ د اپرېل په وروستیو کې رسنیو ته ویلي و چې اسلام اباد له واشنګټن سره د پایپ لاین په اړه اندېښنو باندې خبرې کوي.

د پاکستان خارجه وزارت تر دې مخکې هم ویلي و چې اسلام اباد له تهران سره د نل لیکې د غځېدو په برخه کې د واشنګټن لخوا له بندیزونو څخه د معافۍ اړتیا نه لري.

خو څېړونکي وايي، چې بندیزونه به هغه مهال ولګول شي کله چې د ګازو لېږد پيل شي.

د پاکستان خارجه وزارت دا نه ده تایید کړې چې ایا هغوی د امریکا له بندیزونو څخه د معافۍ غوښتنه کړې ده او که نه.

څيړونکي وایي نه ګڼي چې پاکستان به د امريکې د فشار له وجې ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژه سر ته ورسوي.

د انرژۍ د چارو کار پوه خبريال ښاغلی خلیق کیاني د ډیوه خبریال الیاس خان سره خبرو کې ویلي، د پاکستاني چارواکو خوشبيني پخپل ځای خو د امريکا د ګیس پایپ لاین د پروژې په اړه بيخي په ډاګه مخې ته راغلی دی.

هغه وایي "څنګه چې دوي(امریکې) د پاکستان مزایل پروګرام ته الات ورکوونکو کمپنيو باندې بنديزونه لګولي دي دا هغوي پاکستان ته اشاره ورکړې چې مونږ دي حوالې سره سنجيده يو"

خليق کيانى وایي، که څه هم دا پروژه د پاکستان لپاره ډيره مهمه ده او حکومت دې حوالې سره د امريکا څخه په بنديزونو کي د رعايت اخستلو يو خواست هم کړی دی خو اوس هم دې کي ډير مشکلات دي او" ماته نه ښکاري چې پاکستان به دومره په اسانه په دې پروژه کار پيل کړي"

د څېړونکو په وینا هر څو که پاکستان غواړي چې د خپل انرژۍ ضرورتونو پوره کولو لپاره دا مهمه پروژه پای ته ورسوي خو د امريکا د فشار له وجې ډير څه نه شي کولی او د دي يو غټ مثال دا دی چې ايران خو خپلې خوا ته دوه اربه ډالره مصرف کړي او تر پولې پورې یې پایپ غځولی خو پاکستان تراوسه د ګډي پولې راپديخوا کار شورو نه کړی شو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG