واشنګټن – د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې یا آی ایس پي ار ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په ډیره اسمعیل خان او شمالي وزیرستان ضلعو کې یې په دوو جلا عملیاتو کې شپږ ترهګر وژلي دي.
د آی ایس پي ار لخوا په یو خپور کړي بیان کې راغلي، چې په ډیره اسمعیل خان کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي.
"د عملیاتو پر وخت پنځه ترهګر د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي."
بیان زیاتوي، چې "په یوې بلې پېښه کې په شمالي وزیرستان ضلعه کې پوځیانو د ترهګو په مرکز باندې برید کړی او د انعام الله په نامه یو بل ترهګر پکې وژل شوی دی."
آی ایس پي ار ویلي، چې له دغو ترهګرو څخه یې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي او دغه ترهګر د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر خلاف په یو شمېر ترهګرو بریدونو کې ښکېل وو.
پوځ دا هم ویلي، چې په یادو سیمو کې یې نور چاڼیز عملیات هم ترسره کړي چې سیمه له ترهګرو څخه پاکه کړي.
دوی زیاتوي، امنیتي ځواکونه "ژمن دي چې له هېواد څخه د ترهګرۍ ګواښ ختم کړي."
د پاکستان د پوځ ددغو ادعاو په اړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي او نه هم د پوځ دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید شوې ده.
د پاکستان پوځ تېره اونۍ هم ادعا کړې وه چې په ټانک ضلعه کې یې د استخباراتي معلوماتو پر مټ له ترهګرو سره په نخښته کې درې ترهګر وژلي دي.
دغه ډول امنیتي ځواکونو ادعا کړې وه چې د اپرېل په ۲۱ شپه یې د خیبر پښتونخوا په ډیره اسمعیل خان او شمالي وزیرستان کې یولس ترهګر وژلي وو.
په پاکستان کې په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تېر کال راهیسې کله چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې خپل اوربند پای ته ورسوه په امنیتي ځواکونو باندې وسلوال بریدونه زیات شوي دي.
د سنټر فار ریسرچ انډ سکیورټي سټډیز په کلني راپور کې راغلي، چې پاکستان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۷۸۸ امنیتي پېښې ترسره شوي چې پکې ۱۵۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶۶۳ نور ژوبل شوي دي.
راپور زیاتوي، د دغو پېښو تر ۹۰ فیصدو زیاتې یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي.
Forum