لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسف په شمالي وزیرستان کې د جېنکو په سکول حمله غندلې او د تعلیم په برابرولو کې یې ژمنه تازه کړې ده


ملګرو ملتونو سره متعلقه د ماشومانو د تحفظ ادارې (یونېسف) د شمالي وزیرستان په شیوا تحصیل کې د جېنکو په سکول باندې حمله غندلې او ویلي یې دي چې دغه "قابل نفرت او بزدلانه عمل" د ګڼ شمېر تکړه جېنکو آینده خطرې سره مخامخ کوي.

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د جینکو يو شخصي پرايمري يا د ابتدايي زدکړو سکول په بمي چاودنو ‏والوځول شو.

د شمالي وزیرستان پوليسو تاييد کړې چې دا پېښه د شیوا تحصیل په دري خېل سیمه کې شوې او د سکول څوکېدار قیوم خان په مدعیت ‏کې یې مقدمه درج کړې ده.‏

اسلام آباد کې د یونېسف دفتر د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او هغه کې د یونېسف د استازي عبدالله فاضل له قوله ویل شوي: "سکولونه همیش باید د زده کړې ماحولونه پاته شي چې د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو وده او د صحت پرمختیا حفظ کړی شي."

د یونيسف په بیان کې ویل شوي چې دا اداره او د پاکستان حکومت نور ملګري په هر ځای کې د ټولو ماشومانو، جېنکو او هلکانو د بنیادي حق په حیث هغو ته د تعلیم زمینه برابره کولو ته ژمن دي.

په سکول حمله

د سکول څوکيدار قیوم خان وي او اې ډيوه ته وویل د شپې ناخته خواوشا ‏15‎‏ کسان چې وسله په لاس وو، د سکول ودانۍ ته له بهر څخه په دیوالونو ‏راننوتل، لومړی یې د سکول په ودانۍ کې دروازې او المارۍ ماتې کړې بیا یې د سکول کتابونو او فرنیچر ته اورونه ولګول او د وتلو پرمهال یې د سکول ‏ودانۍ په بمونو والوځوله زورورې چاودنې یې وکړې.‏

هغه وویل دوی ته په وخت پولیس یا نور امنیتي ځواکونه د کومک دپاره نه دي رسېدلي چې کسان یې نيولی وی.‏

د شیوا پولیس تاڼې چارواکي وايي دا پېښه د شپې ناوخته څلور بجې شوې ده.‏

پوليس وویل په علاقه کې د عافیه اسلامک ګرلز سکول په نوم د جینکو په یو شخصي سکول کې بمي چاودنه شوې او دوه کمرې او سکول ودانۍ یې په ‏بشپړ ډول تباه کړي دي.‏

د دوی په وینا چاودنه کې یواځې سکول تباه شوی کوم ځاني زيان پکې نه دی اوښتی.‏

د سکول یو مالک سلیم ملک وي او اې ډیوه ته وویل یو نیم کال وړاندې هغه سره د یو بل شریک خان بهادر دا سکول پرانستی وو. ‏

هغه وویل د سکول په ودانۍ په لکونو روپۍ مصرف شوې چې پکې فرنیچر او د ماشومانو د پاره د زدکړو کتابونه او کمپوټرې اېښودل شوې دا هر څه یې ‏وران کړي دي.‏

د سلیم ملک په وینا د یو نیم کال نه سکول روان وو چې پکې د علاقې جینکو تعلیمي زده کړې ترلاسه کولې او دوی ته د دې نه وړاندې هیڅ قسم ګواښ نه ‏دی شوی.‏

د شمالي وزیرستان د پولیسو دفتر مشر روحانزیب چارواکي وايي د پېښې پلټنې پېل کړی شوي او زياته کړې يې ده په سمدستي ډول نه شي ويلي چې د ‏بريد په شا به د چا لاس وي.‏

د دوی په وينا چې دې پېښې کې څوک ککړ وي سختې سزاګانې به ورکړل کیږي.‏

شیوا د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه نیزدې ‏65‎‏ کلومیټره لرې شمال لودیځ او افغان پولې سره جوخته سیمه ده او دغلته د پاکستان پوځ په کال ‏‏2014م کې عملیات کړي او عملیاتو په پایله کې دغه سیمه پاکه ګرځول شوې وه.‏

د سکول مالک سلیم ملک وايي د دوی سکول د پولیس تاڼې نه نیزدې درې کلومیټره لرې او د شوې تحصیل غټ سړک د پاڅه او امنیتي ځواکونو قلعې ته ‏نیزدې ‏200‎‏ میټره کې موقیعت لري او دا په ضلعه کې یواځينی د جینکو سکول دی.‏

د هغه په وینا په دې سکول کې نیزدې ‏120‎‏ جینکS‏ زدکړې تر لاسه کوي خو د سکول ورانېدو له امله د جینکو د زدکړو دا یواځينۍ د زده کړو اداره تباه ‏کړل شوه.‏

د علاقې یو مدني فعال صابر سردي خېل وویل بهادرخان پښتین او سلیم ملک په وزیرستان کې د طوفانونو پر وړاندې ډېوه بلوله.‏

خو تېره شپه نامعلومه طوفان دا ډيوه په بمونو مړه کړه، هغه وویل د یوې منصوبې سره دغلته تعلیم د ګواښ سره مخ دی ځکه چې د وړاندې نه سکولونه ‏دغلته غیر فعال دي چې په شخصي توګه څوک هڅه کوي هغه په بمونو الوځول کیږي.‏

د پخوانۍ فاټا د تعليم د محکمې چارواکو وي او اې ډيوه ته په وروستیو کې ويلي وو، د وسله والو لخوا په مکمله يا جزوي توګه د ورانوسکولونو شمېر ‏‏1,400 وو خو موجوده حکومتي چارواکي وايي چې په دغو ورانو سکولونو کې زياتره بيا جوړ شوي او يا هم پرې کار روان دی.‏

تېر کال د مې په 22مه د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې د جینکو دوه سرکاري سکولونه په بمونو الوځول شوي وو.‏

د جون په شپږمه د ټانک ضلعې په کوټ کټ سیمه کې هلکانو دوه سرکاري سکولونه نامالومو کسانو سوځولي وو. ‏

د دسمبر په ‏30‎مه بنو کې نامالومو کسانو د جينکو يو سرکاري سکول سوځولی وو.‏

او سږ کال د اپریل په ‏30‎مه د شمالي وزیرستان په یو سکول کې د زدکوونکو د لسم ټولګي پرچې سوځول شوې وې.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG