لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د مذهب د سپکاوي مجرم ته په درېم ځل سزا کې د مرګ سزا اورول شوې


د پاکستان د راولپنډۍ ښار د ترهګرۍ ضد عدالت د توهين رسالت او حضرت عيسا (ع) د سپکاوي په تور ابتسام المصطفا نومې تن ته د مرګ سزا اورولې ‏ده.‏

د محمد سعيد نومي تن په مدعيت کې په کال ‏‎2018‎م کې د ابتسام المصطفا پرضد مقدمه درج شوې او په هغه تور لګول شوی وو چې په ټولنيزو رسنيو ‏یې توهين رسالت، د قران او انبياوو د سپکاوي سره نور جرمونه کړي دي.‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، په ‏‎2019‎م کې ابتسام المصطفا ته د لسو کالو بند سزا اورول شوې، خو محمد سعيد بیا د لاهور هايکورټ د راولپنډۍ ‏څانګې ته د سزا سېوا کولو خواست کړی وو.‏

او د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د ابتسام المصطفا ضد د ټولو شواهدو بيا ريکارډ کولو فېصله اورولې او په ‏‎2021‎م کې د ترهګرۍ ضد عدالت د ‏لسو کالو بند سزا عمر بند ته سېوا کړې وه.‏

خو محمد سعيد بيا خواست کړی وو چې د ابتسام المصطفا سزا دې د عمر بند نه د مرګ سزا ته سېوا کړل شي.‏

او د لاهور هايکورټ د راولپنډۍ څانګې د ترهګرۍ ضد عدالت ته د مجرم ضد د ټولو شهادتونو بيا ريکارډ کولو حکم کړی وو.‏

پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ بيا عدالت جج ملک اعجاز اصف د ابتسام المصطفا ضد قضيه کې هغه ته د مرګ سزا اورولې ده.‏

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 1990 راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ‏‏1415 ‏کسان د توهين مذهب په تور نيول شوي چې پکې 89 کسان وژل شوي دي. په وژل شويو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارينه شامل دي.‏

د مطبوعاتي رپورټونو مطابق د 1927 او 1986 ترمنځ په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى 14 پېښې رپورټ شوي خو وروسته له هغې چې په یاد قانون کې ‏‏بدلونونه راوستل شول نو د مذهب د سپکاوى پېښې په چټکتیا سره زیاتې شوې.‏

د 1987 او 2022 ترمنځ لږ تر لږه 2,120 کسان د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوي دي.‏

تېره میاشت د اپرېل په ‏‎22‎مه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله رپوټ کې د نړۍ د نورو لسګونو هېوادونو په ‏ګډون د پاکستان حالت ته هم کتنه کړې او ويلي یې وو، تېر کال په دې هېواد کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی.‏

په رپوټ کې د تېر کال په مهال په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې ګڼ شمېر مسایلو ته اشاره شوې چې پکې د مذهب د سپکاوي خلاف ‏قوانینو، د مذهبي اقلیتونو خلاف پېښې هم شامل وې.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کال ‏‎2023‎م د بشري حقونو په اړه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت رپورټ په کلکه رد کړی او ويلي يې وو، دغه رپورټ ‏‏غېر منصفانه، په ناسمو معلوماتو جوړ او د ځمکني حقيقت سره په ټکر کې دی.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو، پاکستان د بشري حقونو دپاره د خپل چوکاټ کوټلي کولو، د نړیوالو بشري حقونو ايجنډې ته د ودې ورکولو، ‏او ‏په بشري حقونو بحث ته ژمن دی.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG