لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: پوځ دې له پخوانیو قبایلي سیمو وویستل شي، ازغن تار هیڅ ګټه نه ده کړې


په پاکستان کې د مذهبي سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سیاسي چارو کې د پوځ اؤ اسټیبلشمنټ په لاسوهنه کلکې نیوکې کړي اؤ ټینګار یې کړی دی چې پوځ باید له پخوانیو قبایلي سیمو پوځ وویستل شي.

د انتخابي درغلیو خلاف په ضد د زیارت په ماښام پېښور کې راجوړې شوې یوې جلسې ته خپله وینا کې مولانا فضل الرحمان ویلي، چې پوځ سیاست کې ښکاره لاسوهنه کوي.

د هغه وینا وه هر کله چې پوځ خپلې اصلي ذمه وارۍ پرېښودي اؤ سیاست ته یې لاس اچولی نو بیا دې ولس نه د درناوي کولو هیڅ هیلې نه کوي.

څيړونکي وایي مولانا فضل الرحمان په ورستيو عامو ټاکنو کې د خپل شکست ذمه وار طاقت ور فوځي اسټبلشمنټ ګڼي نو ځکه غواړي په احتجاجي جلسو کې پوځ په نښه کړي۔

پېښور کې د یو ټي وي چینل سیمه ییز مشر اؤ خبریال علي اکبر وایي مولانا فضل الرحمان چې هر کله دعوه کوي چې ده سره انتخاباتو کې زیاتی شوی دی نو له دې خو دا معنا راولاړیږي چې تر عمومي ټاکنو وړاندې هغه د ادارو سره څه ساز باز کړی ؤ اؤ‌ بیا چې د انتخاباتو نتیجې مخې ته راغلې نو مولانا سره کړې ژمنې پکې نه دي پوره شوي.

د علي اکبر په خبره "همدغه وجه ده چې مولانا صېب اوس هيڅ موقعه نه پريږدي چې په اسټبلشمنټ باندي ټکونه ونکړي"

پخپله وینا کې مولانا فضل الرحمان نیوکه وکړه چې افغانستان سره په پوله ازغن تار لګولو هیڅ ګټه نه ده کړې اؤ نن هم وسله وال په دغه پوله اوړي را اوړي.

د هغه په خبره"ماته باجوه صېب پخپله وويل مونږ ازغن تار لګولی دی، هيڅ څوک اوس نه دلته راتللي شي او نه هلته تلي شي"

خو مولانا فضل الرحمان وویل"څلويښت زره کسان هلته(افغانستان ته) لاړل، شل کاله هلته جنګيدل او بيا يې ستاسو لګول شوی باړ والوځولو او واپس راغلل نن بيا ولي زما ژوند په خطره کې دی که چيرته تاسو واقعي زما محافظ یئ؟"

تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ ویاند یو مطبوعاتي کانفرنس ته وویل، هره ورځ د ترهه ګرۍ په ضد نزدي سل پوځي عمليات کيږي .

څيړونکي وایي مولانا فضل الرحمن ګڼي چې د پوځي اسټبلشمنټ په ضد د سخت دريځ خپلو لو له لارې یو وارې بیا خپل بايلي سياسي طاقت ترلاسه کولی شي۔

خبریال کاشف الدين سيد ډیوه ته وایي،مولانا فضل الرحمان په دې خبره پوهه دی چې په موجوده حالاتو کې اسټیبلشمنټ ضد بیانه ولس قبلوي ځکه یې د پوځ په ضد سخته بیانیه خپله کړې ده.

د هغه په خبره "دي وخت (د پوځ ضد بیاننه) د خلکو ذهين ته هم اپيل کوي او که زه دا خبره په ډيرو اسانو ټکو کې وکړم نو په دي وخت کې انټي اسټبلشمنټ بيانيه چې ده نو دا خلک خوښوي او مولانا صېب د ولس د مزاج نه هم خبر دی او د خپل سياسي ماحول نه هم خبر دی‘‘

څيړونکي دا هم وایي چې د پوځ او د تحريک انصاف ترمنځ په روانه د بيان او دريځ کشاله کې د مولانا فضل الرحمن ميدان ته رادانګل به د هېواد سياسي او ټولنيز ماحول نور هم تاوجن کړي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG