واشنګټن – ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو نوي داسې اقدام واندیز کړی چې د امریکا مکسیکو پر پوله باندې د ځانګړو کډوالو لپاره د پناه غوښتنې بهیر تیز کړي.
په دغه پلان باندې د کډوالو مدافعینو او ادارې نیوکې کړي.
دغه حکم به هغه کسان په نخښه کړي چې جرمي تاریخچه ولري او هغه کسان چې د نورو دلایلو له امله کډوالۍ ته نه منل کېږي.
دغه وړاندې وشی بدلون به د پناه غوښتنې افسر ته اجازه ورکړي چې پرېکړه وکړي چې ایا یو څوک په لومړنۍ کتنه کې پناه غوښتنې ته مناسب کس دی او که نه بې له دې چې د قاضي پرېکړې لپاره د میاشتو او کلونو لپاره پاتې شي.
په دې کې به یوه وړه ډله کډوال ماثره شي چې ښايي پناه غوښتنې ته به و نه منل شي.
د امریکا د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ونشو ویلی چې په کوم شمېر کسان به له دې حکم سره اغېزمن شي خو دا یې وویل، چې له دې سره به د پناه ورکولو افسرپه چټکۍ سره پرېکړه وکړي چې ایا پناه غوښتونکی ملي امنیت او د خلکو خوندیتوب ته یو ګواښ دی او که نه.
په همدې بنست به بیا دا پرېکړه کوي چې ایا د پناه غوښتنې وړاندیز یې ومني او که نه.
دغه چارواکي وویل، "زه فکر کوم چې دا ډېره مهمه ده چې هر کس په دې پوه شي چې دا یواځې په هغو کسانو عملي کېږي چې جدي جرمي تاریخچه ولري او یا د ترهګرۍ فعالیتونو پوړې تړاو ولري. او دا یو وړه ډله خلک وي چې مونږ ورسره په معلومې ورځې باندې مرکه کوو."
امریکا د بهرنیو او کورونیو ترهګرو څخه 'لویه خطره" ویني.
د فدرالي قانون له مخې، هغه خلک چې ملي امنیت او د خلکو خوندیتوب ته خطرناکه بلل کېږي هغوی ته پناه نه ورکول کېږي.
په دوي کې هغه کسان هم شامل دي ې جدي جرمونه یې کړي وي او یا یې له نورو سره په ظلمونو کې مرسته کړې وي او یا د هېواد امنیت ته یو ګواښ وي.
دا مهال دا کسان بندیان دي او د هغوی قانوني حثیت څرګند شوی دی.
خو وړاندې شوی قانون د پناه غوښتنې افسرانو ته اجاره ورکوي چې دا کسان د کډوالۍ د بهیر په لومړیو کې په مرکه کې معلوم کړي.
دغه قانون به د ګل یا دوشنبې په ورځ چاپېږي او په اړه به یې تبصرې تر ۳۰۹ ورځو پورې منل کېږي.
د کډوالۍ چارواکي تمه لری چې وروستۍ او نهايي بڼه به یې په دې کال کې خپره شي.
غبرګونونه
د کډوالو د حقونو فعالان اندېښنه لري چې هغه کډوال چې له خطر نه ډکو سفرونو وروسته له داسې مرکو سره مخ کېږي ښايي مناسب چانس ونه لري.
هغوی دلیل وايي، چې لومړنۍ مرکې باید ډېرې نرمې وي چې په ناسمه توګه له هېواد څخه د کډوالو د ویستلو مخه ونیول شي.
دوی په دې اړه هم پوښتنې کوي چې ایا په بند کې پراته کډوال به دومره حقوقي مرستې ولري چې د پناه غوښتنې داسې مهمې مرکې یا انټروي ته یې تیار کړي.
Forum