لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او کمبودیا د ترهګرۍ سره په جګړه کې د خپلو همکاریو د مضبوطولو دپاره، کلني پوځي مشق پیلوي


د کمبودیا یو چارواکي د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې چین او کمبودیا په دې هفته کې د زرین ښامار په نوم خپل کلنی پوځي مشق پیلوي او مقصد یې خپل منځ کې د همکارۍ مضبوطه کول او د پوځي تجربیاتو تبادله ده.

د کمبودیا د پوځ ترجمان مېجرجنرل ټونګ سولېمو خبریالانو ته وویل چې دغه پوځي مشق به پنځلس (۱۵) ورځې وي او هغه کې به ټولټال ۱۳۱۵ پوځي اهلکار د کمبودیا او ۷۶۰ نور د چین برخه ولري. هغه زیاته کړه چې د زرین ښامار په نوم دې مشق کې به د چین درې جنګي کشتۍ او د کمبودیا یوولس جنګي کشتۍ هم شاملې وي.

د جنرل سولېمو وینا وه چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پېلېدونکي مشق هدف دا دی چې د ترهګرۍ ضد جنګ او په چین او کمبودیا، او همدا راز په خطه کې د بشري مرستو د رسولو په برخو کې عسکر تربیه کړی شي.

د کمبودیا او چین ترمنځ د زرین ښامار په نوم کلني پوځي مشقونه اول ځل د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې سمدستي پس له هغه پیل شول چې کمبودیا د انګکور سنټینل په نوم امریکا سره دغسې مشقونه لغوه کړل.

چین د کمبودیا سره خپله ملګرتیا "اوسپنیزه" یا ډېره کلکه بلي. کمبودیا په جنوب ختیځه اېشیا کې د چین تر ټولو نږدې اتحادي ګڼل کیږي او چین د کمبودیا په اقتصاد هم ډېر زیات اثر رسوخ لري.

په کمبودیا کې داسې ګڼ شمېر منصوبې روانې دي چې پېسې یې چین ورکوي – په خاص ډول د ائیرپورټونو او لارو سړکونو په شان د بنیادي اډانو منصوبې او همدا راز د هوټلونو، قمارخانو، او کور جوړولو په څېر د خصوصي سېکټر منصوبې. د کمبودیا خارجي قرضې لس (۱۰) بلین ډالرو ته رسېږي چې په دې کې د څلوېښت فیصدي (٪۴۰) زیات یې د چین قرضې دي.

په کمبودیا کې د بشري حقونو او سیاسي حقونو د خلاف ورزیو په حوالې سره مغربي ملکونو فکرمندۍ ښودلي، خو دا چې بجېنګ یې ترڅنګ ولاړ دی، نو کمبودیا د مغربي ملکونو تنقید نظراندازه کوي. د دې په بدل کې، کمبودیا په عام ډول د خارجي پالیسۍ په برخه کې د چین د موقفونو حمایت کوي، د مثال په طور کمبودیا د چین په جنوبي سمندر باندې د بجېنګ د دعوې ملاتړی دی.

کمبودیا په دې وروستیو کې پخپل دې عزم ټینګار وکړ چې غواړي د چین د مالي حمایت لاندې د یو اعشاریه اووه (۱.۷) بلین ډالرو په ارزښت د فونان ټېکو کانال منصوبه عملي کړي. د دې نهر د جوړولو منصوبې، په ګاونډي ملک ویټنام کې فکرمندۍ راپیدا کړي دي، ځکه څېړونکي وایي د ۱۰۰ مترو په سور او ۵.۴ مترو ژورتیا سره دغه نهر به چین ته دا آسانه کړي چې خپل پوځي عسکر د ویټنام جنوبي ساحل ته نږدې ولېږي. د چین او ویټنام ترمنځ تعلقات د چین د جارحانه سرحدي دعوې په سر، د کشیدګیو ډک دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG