لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا اؤ پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره خپلو کې په مرستو غځولو سلا شوي


د امریکا خارجه وزارت متعلقې د ترهګرۍ ضد ادارې پخپل اېکس پاڼه باندې د امریکا-پاکستان ډائیلاګ د وروستۍ ناستې وروسته دا تصویر خپور کړی دی
د امریکا خارجه وزارت متعلقې د ترهګرۍ ضد ادارې پخپل اېکس پاڼه باندې د امریکا-پاکستان ډائیلاګ د وروستۍ ناستې وروسته دا تصویر خپور کړی دی

پاکستان اؤ امریکې د د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه واشنګټن کې ترسره شوؤ خبرو کې د نړۍ اؤ سیمې په امنیتي وضعیت غور کړی اؤ دواړه هیوادونه د ترهګرۍ مخنیوي لپاره خپلو کې په مرستو غځولو سلا شوي دي.

د پاکستان له لوري د ملګرو ملتونو لپاره مرستیال سکتر اؤ د اسلامي همکاریو د سازمان لپاره سفیر حیدر شاه اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي د چارو لپاره د امریکې کوارډینیټر الزبتهـ رچړډ د ترهګرۍ د مخنیوي په لارو چارو د ترسره شوؤ دغو مذاکراتو مشري کړې ده.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې پخپل یو بیان کې ویلي چې دا مذاکرات په 10م مئ واشنګټن کې ترسره شوي اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي په اړوند د پاکستان اؤ امریکې ګډه اعلامیه هم جاري کړل شوې ده.

په مذاکراتو کې د تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش خراسان وسله والو ډلو په ګډون سیمې اؤ نړۍ ته په ورپېښو نورو مهمو چیلنجونو خبرې شوي دي.

دواړو هیوادونو خپلو کې د تکنیکي مشقونو اؤ مهارتونو د تبادلې، پلټنو اؤ قضایي چارو کې د یو بل په مرستې کولو،د پولو د امنیتي نظام په ښه والي اؤ د تربیې په چارو کې د همکاریو په سیوا کولو اتفاق کړی دی.

مذاکرات کې پرېکړه شوې ده چې راتلونکي کې به د تشدد اؤ تندلاریتوب د مخنیوي لپاره ټولې حکومتي وسیلې پکار راوستی شي اؤ په دې لړ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ تماسونه غځولی شي.

د ترهګرۍ د مخنیوي دې خبرو اترو کې امریکې اؤ پاکستان د نړیوال اؤ سیمه ییز امنیت اؤ ثبات لپاره د خپل کوټلي کردار ادا کولو ژمنه هم تازه کړې ده.

په اګست کال 2021م کې چې په افغانستان کې یو وارې بیا طالبانو اقتدار په زوره نیولی نو ملګري ملتونه اؤ نورې نړیوالې ادارې وايي چې په پاکستان کې ورسره هم د ترهګري زیاته شوې ده.

پاکستان تورونه لګوي چې افغان طالبانو ټي ټي پي‌ اؤ نورو وسله والو ډلو ته پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي خو افغان طالبان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې ټي ټي پي اؤ د امن ټینګښت د پاکستان خپله مسله ده اؤ باید د افغانستان غاړې ته وا نه چول شي.

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتهیو ملر تېره اوونۍ په یو مطبوعاتي کانفرنس کې ویلي وؤ ،واشنګټن به د هرې ستونزې اؤ اندېښنې ختمولو لپاره اسلام اباد سره کار کولو ته دوام ورکوي.

د هغه وینا وه چې امریکا به له پاکستان سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکوي اؤ په دې خبرو کې "تکنیکي بوختیاوې" اؤ زمونږ تجارتي اؤ د سرمایه ګزارۍ اړیکې پیاوړې کول شامل دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG