لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هاروارډ زده کونکو وروسته له هاغې احتجاج پای ته رسولی چې پوهنتون د غزې په شخړه بحث منلی


واشنګټن – په امریکا کې د هاروارډ پوهنتون زده کونکو د نهې یا سې شنبې په ورځ په خپله خوښه خپلې احتجاجي خیمې وروسته له هاغې ښکته کړي چې د پوهنتون چارواکو دا ومنله چې د هغوی په پوښتنو باندې بحث وکړي.

دغه ډول احتجاجونه د امریکا په نورو پوهنتونونو کې د پولیسو په زور سره پای ته رسېدلي دي.

د هاروارد‌ پوهنتون احتجاج کونکو محصلینو په یو بیان کې ویلي، د دوی احتجاجي کمپ "د دوی د غوښتنو له منل کېدو سره پای ته رسېدلی."

په ورته وخت کې د هاروارډ پوهنتون لنډ مهاله مشر اېلن ګېربر په دې موافقه کړې چې د لاریون کونکو او د پوهنتون د چارواکو ترمنځ د زده کونکو د پوښتنو په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د امریکا په اکثرو پوهنتونونو کې زده کونکو په دې پسرلي کې ورته احتجاجي خیمې لګولې وې په کومو کې چې احتجاج کونکو محصلینو له خپلو پوهنتونونو څخه غوښتل چې له اسرایلو سره اړیکې پرې کړي او هغه تجارتونه پرېږدي چې هغوی ته ګټه رسوي.

د اسرایلو او حماس جګړه وروسته له هاغې پیل شوه کله چې د حماس جنګیالیو د اکټوبر په اوومه نېټه د اسرایلو په جنوب باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې وتښتول چې تر اوسه یې هم سل تنه له حماس سره برمته دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه د اسرایلو په عملیاتو کې تر ۳۵۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

هاروارډ ویلي، د دغه پوهنتون مشر او د ارټس او ساینس د فاکولتې مشر هوبي هوکسټرا به د منځني ختیځ په شخړه باندې د بحث لپاره له لاریون کونکو محصلینو سره خبرې وکړي.

لاریون کونکو ویلي، دوی هغه تړون منلی چې د پوهنتون له چارواکو سره وویني په هغو کې د هارورډ منیجمنټ کمپنۍ هم شامله ده کوم چې د پنځوسو بیلینو ډالرو په ارزښت په نړۍ کې د تر ټولو لویې علمي برخې څارنه کوي.

د لاریون کونکو په بیان کې راغلي، چې زده کونکي به اجندا جوړوي چې په هغې کې به د فلسطین د مطالعاتو د یو مرکز جوړېدل هم شامل وي.

زده کونکو ویلي، هاروارډ ورته وړاندیز کړی چې هغه تر شلو زیات وېستل شوي زده کونکي او کارکونکي به هم بېرته راوستل کېږي چې د لاریونونو په غبرګون کې ویستل شوي وو او ورپسې به بل پړاو کې ۶۰ نور هم وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG