واشنګټن – د سلواکیا وزیر اعظم رابړټ فېکو باندې د شورو یا چهارشنبې په ماسپښین، د کابینې له غونډې وروسته ډزې شوي او ژوند یې په یو نازک حالت کې دی.
د هغه د ویشتل کېدو خبر د هغه په فېسبوک پاڼه باندې خپور شوی.
په فیسبوک پیغام کې راغلي، فېکو "ګڼې ګولۍ لګېدلی او اوس په ژوند ګواښونکي حالت کې دی."
د فیسبوک په مسیج کې وړاندې راغلي، "دا مهال هغه په هیلې کوپټر کې بینسکا بیسټریکا ته انتقال شوی ځکه دا به ډېر وخت ونیسي چې د سختو ټپونو له امله برتیسلاوا ته ورسېږي. په راتلونکو څو ساعتونو کې به روښانه شي."
سیمیزو رسنیو خبر ورکړی چې ۵۹ کلن وزیر اعظم د هېنډ لوا کلتوري مرکز څخه د باندې په خیټه کې څلور ګولۍ هغه مهال ولګېده کله چې فېکو له خپلو ملاتړو سره لیدل."
رسنیو ویلي، چې پولیسو یو مشکوک کس له پیښې سره په تړاو نیولی.
د بیړنیو خدماتو ادارې ویلي، چې هیلې کوپټر رهبر ته استول شوې ده.
کېڼ اړخی وزیر اعظم تېر کال د څلورم ځل لپاره وروسته له هاغې واک ته راغی چې ګوند یې د روس پلوي او د امریکا په مخالف دریځ باندې پارلماني ټاکنې وګټلې.
د سلواکیا ولسمشرۍ زوزانا کپوتوا دغه برید غندلی دی.
هغې ویلي، "زه هکه حیرانه یم." او زیاتوي، "زه په دې سخت وخت کې رابړټ فېکو ته زیات قوت او له دې برید څخه چټکه روغتیا غواړم."
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، دغه برید "د تاوتریخوالي یو وحشتناک عمل دی."
بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "زمونږ سفارت د سلواکیا له حکومت سره له نېږدې په اړیکه کې دی او مرستې ته تیار دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې دغه برید غندلی او ویلي یې دي،
"زمونږ فکرونه له هغه، د هغه له کورنۍ او د سلواک له خلکو سره دي او مونږ یې د بشپړې روغتیا هیله لرو."
د ملګروملتونو ویاند فرهان حق ویلي،چې عمومي منشي انټونیو ګوټېریش په کلکه دا "حیرانونکی برید" غندلی دی.
د دې راپور ځینې برخې د اسوسیټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخیستل شوي.
Forum