لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې یو لیټر پټرول 15 روپۍ او 39 پېسې ارزان کړای شوي دي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د تېلو په نرخونو کې د کموالي منظوري ورکړې ده چې له هغې وروسته په پاکستان کې د یو لیټر پټرولو نرخ 15 روپۍ اؤ 39 پېسې غورځول شوی دی.

د اوګرا له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د پټرولو نرخ کې له کمي وروسته اوس پاکستان کې د یو لیټر پټرولو بیعه 273 روپو اؤ 10 پېسو ته راغورځېدلې ده.

د هايي اسپیډ ډیزلو بیعه کې هم د یو لیټر پسر 7 روپۍ اؤ 88 پېسې کمی راوستل شوی اؤ نوی نرخ یې 274 روپۍ اؤ 8 پېسې ټاکل شوی دی.

همدا شان لایټ ډیر اووه روپۍ اؤ 54 پېسې ارزان کړل شوي اؤ نوی نرخ یې 161 روپۍ اؤ 17 پېسې ټاکل شوی دی.

اعلامیه وایي چې د خاورو تیل بیا په لیټر کې 9 روپۍ اؤ 86 پېسې ارزان کړی شوي اؤ نوی نرخ یې 173 روپو اؤ 48 پېسو ته راغورځول شوی دی.

د تیلو دا نرخونه په نړیواله منډهۍ کې د تېلو د نرخونو غورځېدو وروسته غورځول شوي دي.

تر دې وړاندې د روانې مئ میاشتې په وړومبۍ نېټه هم په پاکستان کې حکومت د پټرولیم مصنوعاتو نرخونه 8 روپۍ اؤ 74 پېسې غورځولي وؤ اؤ د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې 5 روپۍ اؤ 45 پېسې کمی راوستی ؤ.

همدا شان د ډیزلو نرخ په لیټر کې 8 روپۍ اؤ 42 پېسې غورځول شوی ؤ.

خو په 15م اپریل حکومت د ډيزلو او پټرولو بیعې لوړې کړې وې اؤ د یو ليټر ډيزلو بیعه کې یې ‏8.14‎‏ روپۍ او د پټرولو بیعه کې یې ‏4.53‎‏ روپۍ اضافه کړې وه.

پاکستان کې هر ‏15‎‏ ورځې وروسته د تیلو نوي قيمتونه ټاکل کيږي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG