لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وفاق او پښتونخوا تر منځ اختلافاتو کې شدت، وزیراعلا ګنډا پور د پېسکو په دفتر د قبضې ګواښ کړی


د خېبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلا علي امین ګنډا پور اؤ وفاق تر منځ اختلافونو کې نور شدت هم پېدا شوی اؤ د وزیراعلا علي امین ګنډا پور لخوا د پیسکو د مشر په دفتر د قبضې د ګواښ تر څنګ د پښتونخوا حکومت په کی پی هاوس اسلام اباد کې د صوبې د ګورنر لپاره ځانګړی بلاک یا وداني ختمه کړې ده.

وزیراعلا علي امین ګنډا پور د چهارشنبې- شورو په ورځ ګواښ کړی چې که صوبه کې (تر نن د زیارت د ورځې پورې) د بجلۍ غیر اعلانیه لوډ شیډنګ ختم نه کړل شي نو دی به دی د پېسکو د مشر د دفتر واک پخپلو لاسو کې واخلي .

د توانایې مرکزي وزیر اویس لغاړي د وزیر اعلا ګنډا پور دې ګواښ ته سخت غبرګون ښودلی اؤ وایي په غیر ذمه دارانه بیانونو کار نه کیږي بلکې وزیراعلا ته به د ریاست سره مرسته کول وي.

د شورو په ورځ پخپل یو لنډ ویډیو بیان کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي چې صوبه کې د غیر اعلانیه اؤ ظالمانه لوډشیډنګ ختمولو لپاره باید تر نن شپې مرکزي حکومت مهال ویش مخې ته راوړي اؤ که داسې ونه کړي نو سر د سبا نه به دی د پېسکو د مشر د دفتر واک پخپله سمبال کړي اؤ د لوډشیډنګ مهال ویش به پخپله جوړوي.

تېره اوونۍ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي وؤ چې زمونږ صوبه ارزانه بجلي جوړوي اؤ وفاق ته یې ورکوي چې له هغې وروسته دا بجلی بیا په مونږ په ګرانو نرخونو خرڅولی شي.

ښاغلي ګنډا پور ویلي وؤ دا مهال واپډا د 450 اربه روپو له زیاتې خسارې سره مخ ده اؤ په دې کې 110 اربه روپۍ زمونږ د صوبې په مد کې دي.

وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي زمونږ د صوبې پیسې دې د صوبې ولس ته د ارزانې بجلۍ ورکولو د رعایتونو په مد کې پکار راوستل شي چې دا شان مونږ خپل ولس ته ارزانه بجلي ورکړو.

د پاکستان د توانایۍ مرکزي وزیر اویس لغاري د پښتونخوا د وزیراعلا دا ګواښونه غیر ذمه دارانه بللي دي او ویلي دي چې یوازې په غیر سنجیده بیانونو کار نه کیږي بلکې وزیراعلا ته به د ریاست مرسته کول وي.

د پاکستان جیو نیوز رسنۍ ته د توانایۍ وزیر ویلي چې د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ورته پخپله فون کړی اؤ د خپلې مرستې باور یې ورکړی ؤ.

هغه ویلي چې د راتلونکي کال پورې د بجلۍ د نرخونو سره د آي ایم ایف هیڅ تعلق نشته اؤ مونږ د آي ایم ایف سره تړون کړی دی چې ګردشي قرضې به رانه له 2 زره اؤ 310 اربه روپو نه پورته کیږي.

په عین حال کې د اطلاعاتو لپاره د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار بېرسټر سیف اعلان کړی چې په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا صوبې په دولتي ودانۍ خېبر پښتونخوا هاوس کې د ګورنر لپاره ځانګړی بلاک یا وداني ختمه کړل شوې ده.

پخپل یو بیان کې بېرسټر سېف ویلي چې في الحال به د پښتونخوا ګورنر سیند هاوس کې پاتې کیږي اؤ صوبایي حکومت د ګورنر د استوګنې لپاره د متبادل تابیا کوي.

د پښتونخوا د وزیر اعلا اؤ ګورنر تر منځ په دې وروستیو کې سختې ناندرې راپورته شوي اؤ تېره اوونۍ وزیراعلا علي امین ګنډا پور په ګورنر هاوس د قضبې کولو ګواښ هم کړی ؤ .

ګورنر فیصل کریم کنډي د وزیراعلا ګواښ ته په ځواب کې ویلي وؤ چې که داسې څه هڅه یې وکړه نو په سړکونو به یې راکاږي اؤ د تېښتې لاره به هم ونه مومي.

څېړونکی اؤ خبریال ښاغلی شمس مومند وایي د وزیراعلا اؤ ګورنر تر منځ د خپل منځي جګړې له امله یوازې صوبه اؤ ولس نه زیانمیږي بلکې په ټوله نړۍ کې د پښتون یو بدرنګ انځور د نورو خلکو مخې ته ورځي.

ډیوه سره خبرو کې شمس مومند ویلي،دا واکمنان اوس خپلو اختلافاتو کې هغه حد ته رسیدلي دي چې د بازار بدمعاش یا منډهۍ کې کار کوونکي خلک هم دغسې الفاظ یو بل ته نه ادا کوي کوم چې زمونږ د صوبې دا دوه ستر چارواکي ګورنر اؤ وزیراعلا یو بل ته استعمالوي"

د ښاغلي مومند په خبره ددې الفاظو په استعمال، په دې انداز اؤ په دې رویه په ټول ملک اؤ په ټوله نړۍ کې د پښتنو بدنامي کیږي.

هغه وایي "پښتانه چې انتها پسند ګڼل کیږي، پښتانه چې غیر ذمه دار ګڼل کیږي، پښتانه چې بدمعاشان یا ټیررسټ ګڼل کیږي په هغې کې پخپله زمونږ دا مشران ثابتوي چې هو مونږه د مهذب اختلاف په چل نه پوهیږو ، د ایین اؤ قانون په دایره کې اؤ د تهذیب په لاره باندې نه خپل حقونه حاصلولی شو، نه سیاست کولی شو، نه قیادت کولی شو اؤ نه حکمراني کولی شو"

شمس مومند وایي دا د ټولو پښتنو بدقسمتي ده چې دغسې خلک یې حکمرانان دي اؤ د پښتنو مشري اؤ نمایندګي کويد وفاق اؤ پښتونخوا تر منځ اختلافاتو کې شدت، وزیراعلا ګنډا پور د پېسکو په دفتر د قبضې ګواښ کړی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG